Connect with us

تازه خبرونه

جوبایډن اشرف غني ته د روانو مرستو ډاډ څرګند کړ

خپور شوی

د

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې ولسمشر اشرف غني پرون د زمري پر لومړۍ ماښام مهال د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.

د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ جو بایډن د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ څرګند کړی دی.

سرچینې په دې اړه څرګنده کړې: نوموړي یوځل بیا  ولسمشر غني ته د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د روان ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ او یادونه کوي، چې دوی افغانستان ژغوري او ترې ساتنه کوي.

ارګ زیاته کړې، چې دواړو لوریو د روان ګډون پر ټینګښت او اقتصادي مرستو ټینګار وکړ.

ویل کیږي، چې غني او بایډن د سولې او امنیت لپاره د افغانانو پر ګډ کار او د تېرو دوه لسیزو د لاسته راوړنو پر خوندي کولو ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره به د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې روانې وي

هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زده‌کړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

Published

on

 

د اسلامي همکاریو ټولنې سرمنشي اسماعیل ولد الشیخ احمد وايي، چې دا ټولنه د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ له اسلامي امارت سره د ښځو او نجونو د زده‌کړو او کار په اړه خبرې روانې ساتي.

هغه په بغداد کې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډې ته ویلي، چې دغه ټولنه له زده‌کړو ملاتړ کوي او د افغانستان د خلکو د بشري او اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره هڅې کوي.

په همدې حال کې، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د افغانستان، سوډان او سومالیا وضعیت ننګونکی بللی او ویلي یې دي، چې د دغو هېوادونو موضوعات باید د غونډې د اجنډا په سر کې وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر

یوناما دې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته راوړنې له پامه نه غورزوي – ملا برادر

Published

on

 

د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له یوناما غوښتي، چې د افغانستان په اړه خپل راپورونه د عیني واقعیتونو له په پام کې نیولو سره بې‌پرې خپاره کړي او د هېواد اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې دې له پامه نه‌غورځوي.

نوموړي دغه څرګندونې د یکشنبې پر ورځ د افغاني سرې میاشتې ټولنې له‌خوا د اړمنو وګړو د ملاتړ د ځانګړې اوونۍ پر مناسبت جوړو شویو مراسمو کې کړې دي.

ملا برادر ویلي: « دا عادلانه نه ده، چې په راپورونو کې د افغانستان اقتصادي او امنیتي لاسته‌راوړنې له پامه وغورځول شي او یوناما دښمن ته ورته یوازې د منفي اړخونو په لټه کې وي.»

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سېلابونو، زلزلو او زرګونو کورنیو د جبري راستنېدا له کبله ګڼ هېوادوال له سخت اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوي دي او د دغو ستونزو اواري ته جدي پاملرنه اړینه ده.

نوموړي له شتمنو کسانو، سوداګرو، پانګه‌والو، خیریه بنسټونو او نړیوالو بشري مرستندویه ادارو غوښتي، چې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره عملي مرسته او همکاري وکړي.

دغه راز د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور هم د افغانستان له ګاونډیانو غوښتي، چې د افغانانو له ځورولو، ځپلو او اقتصادي محرومولو لاس واخلي.

نوموړي د ګاونډیتوب اړیکو ته د نغوتې پر مهال ویلي: د ګاونډي حق پر ګاونډي دا دی، چې د هغه د ستونزو په کمولو کې مرسته ورسره وکړي؛ نه دا، چې د اقتصادي فشارونو له لارې د خلکو وضعیت نور هم ستونزمن کړي.

نورالحق انور د کوم ځانګړي هېواد له نوم اخیستو پرته زیاته کړې، چې ګاونډیان اوس هم د افغانستان خلک ځوروي، ځپي یې او له اقتصادي پلوه یې محروموي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان په جګړه‌ییزو عملیاتو کې د ناټو لږ شمېر متحدانو فعاله ونډه لرله – پیټ هګسټ

هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.

Published

on

 

د امریکا د جنګ وزیر پټ هګست ویلي، چې د افغانستان په ماموریت کې د ناټو لسګونو هېوادونو له ګډون سره–سره د دې تړون یوازې لږ شمېر متحدانو جګړه‌ییزه ونډه لرله.

هګست د شنبې پر ورځ په ټینیسي پوهنتون کې د افغانستان پر ماموریت ویلي، چې هغه مهال به په کابل کې د ناټو قرارګاه ته تله؛ هغه ځای ته، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه په کې نندارې ته اېښودل شوي وه.

هغه ویلي: « د ۵۰ بېلابېلو هېوادونو د بیرغونو لیدل، چې هلته یې د ناټو په تړون او د آیساف په ماموریت کې ونډه لرله؛ یوه ښکلې منظره وه.» خو هګست د دغو هېوادونو په جګړه‌ییزو عملیاتو کې د ونډې کچه تر پوښتنې لاندې راوسته او ادعا یې وکړه، چې یوازې لږ شمېر هېوادونو په جګړو کې برخه اخیسته.

هغه وایي: « ښايي یوازې پېنځه هېوادونو رښتینې ونډه لرله. په حقیقت کې د هغو هېوادونو شمېر، چې په مستقیمو جګړه‌ییزو عملیاتو کې ښکېل ول؛ ونډه شاوخوا یو یا دوه هېوادونو ته رسېده.»

د ناټو آیساف ماموریت د ۲۰۰۱ز.کال د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته رامنځته شو او د ۲۰۱۴ کال تر پایه یې په افغانستان کې فعالیت وکړ.له هغه وروسته د « پرېکنده ملاتړ» ماموریت د آیساف ځای‌ناستی شو، چې تمرکز یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر روزنې، سلا مشورو او مرستې و. دغه ماموریت په ۲۰۲۱ز.کال کې پای ته ورسېد.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!