نړۍ

جوبایډن له اوکراین سره نوې مرسته اعلان کړه

Published

on

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي؛ ولسمشر جوبایډن تېر ماښام د ۱۵۰ میلیون ډالرو پر ارزښت د پوځي تجهیزاتو یوه نوې بسته اعلان کړه، چې په کې د توپ مرمۍ، رادارونه او نور اړین تجهیزات شته دي.

جوبایډن د خپل هېواد له کانګرس غوښتي، چې د اوکراین لپاره د ۳۳ میلیارد ډالرو مرستې بسته تصویب کړي.

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ د پوځي تجهیزاتو په وروستي بسته کې ۲۵ زره د ۱۵۵ ملي مټري توپ مرمۍ، د توپ ضد رادارونه، ساحوي تجهیزات او پرزې شاملې دي.

جو بایډن له اوکراین سره پوځي مرسته تاریخي نومولې او وایي؛ امریکا او اروپا باید له ځنډ پرته اوکراین ته د وسلو او مهماتو رسیدل جاري وساتي.

د یادوني ده، چي روسیي پر اوکراین د روان کال د فبرورۍ پر ۲۴ وسلوال یرغل وکړ، چې دا یرغل امریکا او اروپا وغنده او پر روسیې هر اړخیز بندیزونه ولګول شول.

Trending

Exit mobile version