تازه خبرونه

حاجیانو ته د حج له لګښتونو د پاتو پیسو د وېش بهیر پیل شو

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۲, ۱۴۰۲)

د حج او اوقافو وزارت پر حاجيانو د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د حج د لګښتونو د پاتې پيسو د وېش بهیر پيل کړ.

د حج او اوقافو وزارت چارواکو ويلي، چې  سږ کال یې د حج په مراسمو کې له حاجيانو څخه څه باندې ۱۱۵ ميليون دالر عوايد راټول کړي؛ څه باندې ۱۱۲ ميليون دالر لګېدلي او او له پاتې پیسو څخه به ۱۰۸ دالره او څلور افغانۍ بېرته هر حاجي  ته ورکړ شي.

د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د دغه وزارت د چارسمبالي د څرګندونو له مخې؛ دغه بهیر به د چارشنبې پر ورځ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم پیل شي او حاجیان کولی شي خپلې پیسې په خپلو اړوند ولایتونو کې د حج او اوقافو له ریاستونو څخه ترلاسه کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر حاجیان د حج بهیر روڼ بولي او ترې خوښي څرګندوي.

اجمل نومی حاجي صاحب ویلي: مونږ ته زنګ راغی، چې خپلې پاتې پیسې واخلئ. وزیر صاحب دې خیر یوسي. مونږ ترې ډېره مننه کوو.

دا په داسې حال کې ده، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې له افغانستان څخه دېرش زره حاجیانو په سعودي عربستان کې  د حج په مراسمو کې ګډون کړی و.

Trending

Exit mobile version