تازه خبرونه

حامد کرزي او انالینا بربوک د نجونو د تعلیمي محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار وکړ

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۷, ۱۴۰۲)

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بربوک په ویدیوي خبرو کې د افغانستان د نجونو او ښځو لپاره د تعلیمي او کاري محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار څرګند کړ.

حامد کرزي د جمعې پر ورځ ( د چنګاښ پر ۱۶نېټه ) تویت کړی، چې دوی د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د یوې مناسبې لارې په توګه د بین الافغاني خبرو پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

نوموړي له افغانستان سره د المان له بشري مرستو مننه کړې او غوښتنه کوي، چې د مرستو بهیر دې روان وساتل شي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د انالینا بربوک او حامد کرزي ترمنځ د خبرو په اړه څه نه‌دي ویلي.

اسلامي امارت له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې منځنیو ښوونځيو، لیسو او پوهنتون ته له تګه لنډمهاله منع کړي او یو شمېر ښځې هم له کاري محدودیتونو سره مخ شوي دي.

اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د ښځو د کار او زده‌کړې حقونو درناوي ته ژمن دي؛ خو له نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه‌کړي.

Trending

Exit mobile version