سیمه ییز خبرونه

حامد کرزی: نالوستي د افغانستان د بېرته پاتې كېدو او محتاج اصلي عامل دى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

افغان ولسمشر وايي، افغانستان ځكه محتاج دى، چې نالوستي په كې پراخه ده او زياتره وګړي يي په علم او پرمختللې پوهې سره نه دي سمبال.

ولسمشرحامد كرزي او د بريتانيا د دفاع وزير د ملي اردو د افسرانو اكاډمي پرانيستله، كومه اكاډمي، چې په كې محصلان د سند هرټس د اكاډمي په كچه تر يو كلنو زدكړو وروسته سند تر لاسه كوي.

په لومړي پړاو كې به په دې اكاډمي كې نږدې درې سوه محصلان د افغان، بريتانوي، ډنماركي او استراليايي روزونكو له خوا وروزل شي.

ولسمشر كرزى هيله ښيي او وايي، چې بريتانيا بايد افغان محصلان په دې اكاډمي كې داسې وروزي لكه چې هندي او پاكستاني افسران روزي.

د بريتانيا د ملي دفاع وزير فليپ هاموند وایی:

زه تاسو ته ډاډ دركوم، چې تاسو به د خپل پوځ د سرتېرو سرښندنې او همكاري احساس كړئ. دا اكاډمي كولاى شي ستاسو د راتلونكې په جوړولو كې كليدي رول ولوبوي، ځكه دغلته د زدكړو بهير سرتېرو او د هغوي همكارانو ته پر ځان د ډامن كېدو درس ور ښيي. دا اكاډمي د مشرتابه ارزښت، پر خپل نفس باور، نظم، سرښندنې او خدمت ستاسو سرتېرو ته ور ښيي.

ولسمشر حامد كرزى د دې اكاډمي د پرانيستې پر مهال خپلو خبرو كې د تېرو ستونزو يادونه هم كوي.

ولسمشر د دې بېرته پاتې كېدو دلايل د لوست ټيټه كچه بولي. هغه د علم او زدكړو پر لور هر پورته شوى ګام ستايي.

افغان ځواكونه د دولسو كلونو په تېرېدو سره اوس داسې پړاو ته رسېدلي، چې كولاى شي، په يواځې سر د خيل هېواد امنيتي چارې پر غاړه واخلي، كوم هېواد چې لا تر اوسه هم په كې د وېره اچونكو پر خلاف جګړه روانه ده. راتلونكې ټاكنې، د مسئوليتونو د لېږد بهير او د نړيوالو ځواكونو وتل د افغان ځواكونو پر وړاندې سترې آزموينې بلل كېږي.

همدارنګه د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وایی، افغان ځواكونه په داسې حال كې د مسلكي زدكړو پر لور يو بل ګام اخلي، چې لا هم په پرمختللو پوځي تجهيزاتو سره د دوی د سمبالتيا مسئله نه ده حل شوې، خو كابل افغان ځواكونو ته د خپلو نړيوالو متحدينو پر كړو ژمنو هيله من ښكاري.

Trending

Exit mobile version