سیمه ییز خبرونه
حكومت بايد د جنگي جنايتونو د رپوټ د خپرېدو اجازه وركړي
د مشرانو جرگې يو شمېرغړو له حكومت څخه وغوښتل، چې د هغه رپوټ د خپرېدو اجازه وركړي، چې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون له خوا په تېرو څوكلونو جگړو كې د جنگي جنايتونو په اړه جوړ شوى دى.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواك كميسيون مشرې سيما سمر ويلي، چې په افغانستان كې د جنگي جنايتونو په اړه رپوټ د حكومت په سپارښتنه جوړ شوى او د خپرېدو لپاره يې هم بايد حكومت اجازه وركړي.
نوموړې ويلي ترهغه، چې حكومت اجازه ورنه كړي دوى به دا رپوټ خپور نه كړي.
د مشرانو جرگي يو شمېر غړي لكه شهناز غوثي او هدايت الله رهايي وايي، چې حكومت بايد د دغه رپوټ خپرولو ته زمينه برابر كړي تر څو عدالت پلى او د بشري حقونو څخه ملاتړوشي.
خو د مشرانو جرگې مرستيال محمد علم ايزد يار وايي:
د هېواد اوسني شرايطو ته په پام او د ملي شورا لخوا د مصالحې او روغې جوړې د قانون تصويبول د داسي رپوټونو خپرېدو ته اجازه نه وركوي، خو ټينگار كوي، چې د بشري حقونو د رعايت په اړه بايد پاملرنه وشي.
وېل كېږي، په دغه رپوټ كې، چې د انتقالي عدالت د پروگرام له مخې د بشري حقونو د خپلواك كميسيون لخوا د غويي د اومي د كودتاه له پېل څخه تر ۲۰۰۱ كال پورې معلومات اوحقايق راټول شوي دي.
د بشري حقونو خپلواك كميسيون زياتوي، چۍ د رپوټ خپرول د حكومت په اجازه كېږي او په دې برخه كې يې د کارکوونکو او دفترونو د امنیت مسئله هم ورته مهمه ده.