تازه خبرونه
حکومتي پلاوی د عبدالله په مشرۍ د مسکو په ناسته کې ګډون کوي
د ملي پخلاینې عالي شورا د مشرتابه عبدالله عبدالله په مشرۍ یو ۱۶ کسیز پلاوی به د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا څرګنده کړې؛ ټاکل شوې، چې دغه پلاوی سبا له کابل څخه مسکو ته ولاړ شي.
د مسکو ناسته د امریکا، روسیې، چین او پاکستان د استازیو، د طالبانو د لس کسیز پلاوي، د حکومت او افغان سیاستوالو ۱۶ کسیز پلاوي په حضور کې د پنجشنبې پر ورځ د مارچ پر ۱۸ د افغانستان پر سوله جوړیږي.
د افغان حکومت سیاسي څېرې لکه د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ولسمشرۍ پخوانی لومړی مرستیال مارشال عبدالرشید دوستم، د پخواني ولسمشر حامد کرزي مرستیال محمد کريم خليلي، د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار، د ملي پخلاینې عالي شورا مرستیال بابر فرهمند، د سولې په چارو کې د دولت وزیر سید سعادت منصور نادري، د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزی، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی متین بیګ، د خپلمنځي خبرو د پلاوي غړی ښاغلي احمد نادر نادري، د خپلمنځی خبرو د پلاوي غړې حبیبه سرابي، د مشرانوجرګې لومړی مرستیال محمد عالم ایزدیار، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالله خانجاني، د حزب اسلامي غړی عبدالستار خواصي او د حزب اسلامي غړی غيرت بهير ؛ هغه ۱۶ کسیز پلاوی دی، چې د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ به سبا ماسکو ته سفر کوي.
د ملي پخلاینې عالي شورا سلاکار مجیب الرحمن رحیمي ویلي؛ د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومتي پلاوی به د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په ناسته کې برخه واخلي او د اسلامي جمهوریت د دریځ استازیتوب به وکړي.
ځینو کارپوهانو ویلي، چې د مسکو ناسته د افغانستان د سولې لپاره برخلیک ټاکوونکې ده، چې ښایي د افغانستان د راتلوونکي دولت بنسټ دغلته کېښودل شي.
د افغانستان د کابینې پحوانی غړی علی احمد عثماني ویلي: په دې ناسته کې به په لومړي ځل بنسټیزې او اړینې اجنډاوې وړاندې شي؛ ځکه، چې د افغانستان د سولې په اړه پرېکړه کوونکي په دې ناسته کې ګډون کوي.
د افغانستان د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام ویلي: البته د انتقالي حکومت په اړه دوه مسلې دي؛ څوک به د انتقالي حکومت مشري کوي، خو دا پرېکړه په یوه عامه غونډه کې نه، بلکې د تړلو دروازو تر شا رامنځته کیږي.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار ویلي: ټاکل شوې ، چې د مسکو له ناستې وروسته د ملګرو ملتونو تر مدیریت لاندې په ترکیه کې پراخه ناسته تر سره شي.
د افغانستان طالبانو هم اعلان کړی، چې د سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز پلاوی به په دې ناسته کې ګډون وکړي.
د یادونې ده، چې د مسکو له غونډې وروسته د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د مارچ پر ۲۷ په انقره کې د افغانستان د راتلونکي په اړه لویه غونډه جوړیږي.