تازه خبرونه
حکومت دې له سوله کوونکیو وسلوالو سره سوله وکړي- مسلمیار
هر وخت، چې افغان حکومت د سولې خبرې پیل کړي ورسره بریدونو هم زور اخستي.
د يكشنبي په ورځ( د مرغومي ۲۷) په ننگرهار كې د ولسي جرگې د غړِ عصمت الله شينواري په كورکې ځانمرگى بريد وشو، چې په کي څوارلس تنه ووژل شول. د مشرانو جرگې رييس فضل هادي مسلميار د دغو كسانو د جنازې په مراسمو كې وويل، حكومت بايد له هغو كسانو سره سوله وكړي، چې سوله غواړي.
په ننگرهار كې قومي مشران وايي، د وسلوالو مخالیفنو دغه ډول بریدونه دسولې هوډ او د هيواد ساتنې مینه نه شي بدلولی؛ خو حکومت ته په کارده، چې د شینوارو په وړاندې روانه دسیسه شنډه کړي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، حكومتي مشرانو، د ننگرهار والِ سلیم خان کندزي، یوناما او د امریکا سفارت دا برید غندلى او ټينگار يې كړى، چې له عاملينو به يې غچ واخلي.
دا د خپل ډول لومړنۍ او وروستۍ پېښه نه ده، بلكې له دې يوه اوونې وړاندې هم د وسلوالو مخالیفنو په یوه برید کې د ښوونځي د زدکوونکيو، دسړک غاړې ته ناست موچي، چې کورنۍ ته یې د نفقې د برابرولو يوازنى شخص و د غم په ټغر كينول.
خبریال:رحمت الله زیارمل.