تازه خبرونه

حکومت د زابل تاریخي سیمو ته پاملرنه نه کوي- زابلیان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د زابل ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي، د دې ولایت تاریخي ځایونه د له منځه تلو په حال کې دي؛ خو مرکزي حکومت په ياده برخه کي له تېرو ١٥ کلونو راهیسې هيڅ هم نه دي کړي.

د زابل ولایت اوسيدونکي مرکزي حکومت او اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ددې ولایت تاریخي ځایونو او مقدسو اماکینو ته په نه پاملرنه تورنوي او وايې، چې مرکزي حکومت په هره برخه کې له زابل سره دوه گونى چلند کوي.

دوی له دولت څخه د تاريخي ځايونو د ساتني په اړهدجدي پاملرنېغوښتنه کوي.

د زابل ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ رییس عبدالمقيم افغان هم مني، چې د دغه ولايت تاريخي ځايونه د نه پاملرنې له کبله د نړيدوله گواښ سره مخ دي.

دی وایي، چی مرکزی حکومت ورسره ژمنی کړي؛ په عمل کې یې تردې مهاله هيڅ هم ندي کړي.

بالاحصار، غشو څلى، د هولان رباط غونډۍ، د زرين کلا تنگى، د بوستان سيمه، د ميزانې تپه، د توپونو غونډۍ، د شاه قدم او پاينده خان کلاوې، جمال خېل، سرتاج غونډۍ او بولان غونډۍ د دغه ولايت تاريخي سيمې، د شيخ مټي او حسن مټي زيارتونه، د محمدهوتک زيارت، د ٤٠ گزي بابا زيارت، د پير صالح زيارت او د ميانور صاحب زيارت د زابل ولایت له سپيڅلو ځايونو څخه شميرل کيږي.     خبریال: بريالي رحيمي.

 

Trending

Exit mobile version