سیمه ییز خبرونه

خامنه‌یی د یورانیمو پر غني کولو د ټینګار تر څنګ د ټرمپ اټومي وړاندیز رد کړ

رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.

Published

on

د ایران رهبر آیت الله علي خامنه‌يی د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د یورانیمو له غني کولو تېرېدا “سل په سلو کې” د هېوادنیو ګټو پر ضد دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.

له پېنځه پړاوه خبرو وروسته ډېری ستونزمنې مسلې پاتې دي؛ ایران په خپله خاوره کې د یورانیمو پرغني کولو ټینګار کوي او بهر ته د غني شويو یورانیمو د ټولو موجوده زیرمو له لیږدولو څخه، چې د اټومي بمونو لپاره احتمالي اومه توکي دي؛ د تهران انکار.

خامنه‌یی، چې په دولتي ټولو مسلو کې وروستۍ خبره کوي، د خبرو اترو د بندولو په اړه څه ونه‌ویل؛ خو څرګندوي، چې د امریکا وړاندیز “زمونږ د ځان‌بسیاینې له ملي باور او د ‘مونږ کولی شو’ اصل سره په ټکر کې دی”.

خامنه‌یی د اسلامي جمهوریت د بنسټوال آیت الله روح الله خمیني د مړینې د شپږدېرشمې کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: “د یورانیمو غني کول زمونږ د اټومي پروګرام کیلي ده او دښمنانو پر غني کولو تمرکز کړی دی.”

هغه زیاته کړې “هغه وړاندیز، چې امریکایانو کړی؛ ۱۰۰ سلنه زمونږ د ملي ګټو خلاف دی … د امریکا بې ادبه او کبرجن مشران پرله‌پسې غوښتنه کوي، چې مونږ دې اټومي پروګرام ونه لرو. تاسې څوک یاست، چې د ایران د غني کولو په اړه پرېکړه کوئ ؟”.

تهران وايي؛ غواړي د سوله‌ییزو موخو لپاره اټومي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري او له اوږدې مودې راپدېخوا یې په دې اړه د لویدیځو قدرتونو تورونه، چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په لټه کې دی؛ رد کړي دي.

رویټرز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې تهران د امریکا وړاندیز د “غیر عملي حل لارې” په توګه ردولو ته چمتو دی؛ ځکه، چې نه یې د یورانیمو د غني کولو په اړه د واشنګټن دریځ نرم کړ او نه  یې د تهران ګټې په پام کې ونیولې.

ټرمپ غواړي د تهران د اټومي وسلو د تولیدي وړتیا کچه راتیټه کړي؛ ځکه د سیمه‌ییزو اټومي وسلو سیالي رامنځته کوي، چې شونې ده اسرائیلو ته ګواښ شي. د ایران مذهبي بنسټ غواړي د بندیزونو له ویجاړونکي شرم څخه ځان خلاص کړي.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړي پېر کې له شپږ قدرتونو سره د تهران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پرېښود او بندیزونه یې ولګول، چې د ایران اقتصاد یې فلج کړی؛ بیا ولګول؛ خو ایران د تړون له حدودو څخه ډېر د غني کولو پر زیاتولو ځواب ورکړ.

د ایران مذهبي بنسټ له ګڼو بحرانونو سره مخ دی؛ د انرژۍ او اوبو کمښت، د اسعارو د ارزښت ټیټیدا، له اسرائیلو سره په شخړو کې د سیمه‌ییزو ملیشو زیانونه او د اسرائیلو لخوا د دوی پر اټومي تاسیساتو د برید ډېرېدونکې ویره، چې دا ټول د ټرمپ د سخت دریځۍ له کبله زیات شوي دي.

د ایران اصلي دښمن اسرائیل، چې د تهران اټومي پروګرام د یو موجود ګواښ په توګه ګوري؛ پرله‌پسې ګواښي، چې اټومي وسلو ته له لاسرسي مخکې د اسلامي جمهوریت اټومي تاسیسات بمبارډ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تهران هم د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version