Connect with us

سیمه ییز خبرونه

خامنه‌یی د یورانیمو پر غني کولو د ټینګار تر څنګ د ټرمپ اټومي وړاندیز رد کړ

رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.

خپور شوی

د

د ایران رهبر آیت الله علي خامنه‌يی د چارشنبې پر ورځ ویلي، چې د یورانیمو له غني کولو تېرېدا “سل په سلو کې” د هېوادنیو ګټو پر ضد دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې د نوي اټومي تړون لپاره د امریکا وړاندیز د شنبې پر ورځ د عمان لخوا ایران ته وړاندې شو، چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د منځني ختیځ استازي سټیو ویټکوف یې د خبرو اترو منځګړیتوب کړی دی.

له پېنځه پړاوه خبرو وروسته ډېری ستونزمنې مسلې پاتې دي؛ ایران په خپله خاوره کې د یورانیمو پرغني کولو ټینګار کوي او بهر ته د غني شويو یورانیمو د ټولو موجوده زیرمو له لیږدولو څخه، چې د اټومي بمونو لپاره احتمالي اومه توکي دي؛ د تهران انکار.

خامنه‌یی، چې په دولتي ټولو مسلو کې وروستۍ خبره کوي، د خبرو اترو د بندولو په اړه څه ونه‌ویل؛ خو څرګندوي، چې د امریکا وړاندیز “زمونږ د ځان‌بسیاینې له ملي باور او د ‘مونږ کولی شو’ اصل سره په ټکر کې دی”.

خامنه‌یی د اسلامي جمهوریت د بنسټوال آیت الله روح الله خمیني د مړینې د شپږدېرشمې کلیزې په مناسبت په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل: “د یورانیمو غني کول زمونږ د اټومي پروګرام کیلي ده او دښمنانو پر غني کولو تمرکز کړی دی.”

هغه زیاته کړې “هغه وړاندیز، چې امریکایانو کړی؛ ۱۰۰ سلنه زمونږ د ملي ګټو خلاف دی … د امریکا بې ادبه او کبرجن مشران پرله‌پسې غوښتنه کوي، چې مونږ دې اټومي پروګرام ونه لرو. تاسې څوک یاست، چې د ایران د غني کولو په اړه پرېکړه کوئ ؟”.

تهران وايي؛ غواړي د سوله‌ییزو موخو لپاره اټومي ټکنالوژۍ ته لاسرسی ولري او له اوږدې مودې راپدېخوا یې په دې اړه د لویدیځو قدرتونو تورونه، چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا په لټه کې دی؛ رد کړي دي.

رویټرز د دوشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې تهران د امریکا وړاندیز د “غیر عملي حل لارې” په توګه ردولو ته چمتو دی؛ ځکه، چې نه یې د یورانیمو د غني کولو په اړه د واشنګټن دریځ نرم کړ او نه  یې د تهران ګټې په پام کې ونیولې.

ټرمپ غواړي د تهران د اټومي وسلو د تولیدي وړتیا کچه راتیټه کړي؛ ځکه د سیمه‌ییزو اټومي وسلو سیالي رامنځته کوي، چې شونې ده اسرائیلو ته ګواښ شي. د ایران مذهبي بنسټ غواړي د بندیزونو له ویجاړونکي شرم څخه ځان خلاص کړي.

ټرمپ د خپلې واکمنۍ په لومړي پېر کې له شپږ قدرتونو سره د تهران د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون پرېښود او بندیزونه یې ولګول، چې د ایران اقتصاد یې فلج کړی؛ بیا ولګول؛ خو ایران د تړون له حدودو څخه ډېر د غني کولو پر زیاتولو ځواب ورکړ.

د ایران مذهبي بنسټ له ګڼو بحرانونو سره مخ دی؛ د انرژۍ او اوبو کمښت، د اسعارو د ارزښت ټیټیدا، له اسرائیلو سره په شخړو کې د سیمه‌ییزو ملیشو زیانونه او د اسرائیلو لخوا د دوی پر اټومي تاسیساتو د برید ډېرېدونکې ویره، چې دا ټول د ټرمپ د سخت دریځۍ له کبله زیات شوي دي.

د ایران اصلي دښمن اسرائیل، چې د تهران اټومي پروګرام د یو موجود ګواښ په توګه ګوري؛ پرله‌پسې ګواښي، چې اټومي وسلو ته له لاسرسي مخکې د اسلامي جمهوریت اټومي تاسیسات بمبارډ کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تهران هم د سخت غبرګون ژمنه کړې ده.

سیمه ییز خبرونه

د امریکا او حوثیانو استازو په عمان کې پټه لیدنه کړې

رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

Published

on

امریکايي چارواکو تېره اوونۍ د عمان په پلازمېنه مسقط کې د یمن له حوثیانو سره لیدلي دي.

رویټرز د پېنځه باخبرو سرچینو د څرګندونو له مخېپه راپور ورکړی، چې دا نااعلان شوې لیدنه د مسقط په امریکايي سفارت کې شوې ده. درې سرچینو د نوم نه ښودلو پر شرط ویلي؛ د عمان حکومت، چې له اوږده وخت راپدېخوا په سیمه کې منځګړیتوب کوي؛ د دې لیدنې په تنظیمولو کې مرسته کړې ده.

د ډونالډ ټرمپ دولت د ۲۰۲۵ز.کال په مارچ کې حوثیان« بهرنی ترهګر بنسټ» اعلان کړ او له دې ډلې سره یې د ملاتړ هر ډول اړیکې جرم وبللې؛ خو واشنګټن وروسته له دې هم له حوثیانو سره خبرې کړي او د تېر کال په می کې یې له دې ډلې سره اوربند ته هوکړه وکړه. دا اوربند هغه مهال رامنځته شو، چې امریکا دوه میاشتې د سرې بحیرې پر بېړیو د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر دې ډلې بریدونه کړي وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ ویلي؛ حوثیانو د هغه له دولت سره اړیکه نیولې او له امریکا یې غوښتي، چې د یمن له جګړې لرې پاتې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم د دوشنبې پر ورځ ویلي، چې واشنګټن له حوثیانو سره مستقیمې اړیکې لري؛ خو په دې اړه یې نور جزئیات ورنه‌کړل.

د دوه نورو سرچینو د څرګندونو له مخې؛ په هغه لیدنه کې، چې یوې سرچینې د یکشنبې پر ورځ ویلي: حوثیانو امریکايي چارواکو ته ویلي، چې د امریکايي بېړیو د بریدولو نیت نه‌لري او له امریکا سره د ۲۰۲۵ز.کال اوربند ته ژمن دي.

یوه یمني سرچینه وايي؛ حوثیانو همداراز ویلي، چې پر اسرائیلي بېړیو او سوداګریزو بېړیو به برید نه‌کوي؛ خو د سعودي عربستان اړوند بېړۍ به له دې ژمنې مستثنا وي.

د دوه سرچینو پر وینا، د امریکا له‌خوا په دې لیدنه کې د دغه هېواد د سفارت چارواکو ګډون کړی و.

یوې سرچینې ویلي؛ د حوثیانو په پلاوي کې مسقط مېشت لوړپوړی چارواکی محمد عبدالسلام هم و، چې د امریکا له بندیزونو سره مخ دی.

یوې بلې سرچینې هم د عبدالسلام حضور تائید کړی او څرګندوي، چې د حوثیانو یو بل لوړپوړی چارواکی عبدالملک العجیري هم په پلاوي کې و.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې لیدنې په اړه د پوښتنې په ځواب کې ویلي:« مونږ د دې ځانګړې راپور شوې لیدنې په اړه تبصره نه‌کوو.»

دې ویاند زیاته کړې، چې په سره بحیره کې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ خوندي کول او له منځني ختیځ څخه د ترهګرۍ د صادرېدو مخنیوی د امریکا له مهمو ګټو څخه دي.

په واشنګټن کې د عمان سفارت او د حوثیانو لوړپوړي چارواکي محمد عبدالسلام د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه‌دی ورکړی.

حوثیانو تېره اوونۍ د یمن د سرې بحیرې پر ټول ساحل اغېزمن کنټرول ټینګ کړ، چې د مخا تاریخي بندر او په باب‌المندب تنګي کې د پریم ټاپو هم په کې شامل دي.

باب‌المندب د سره سمندر په خوله کې پروت تنګی دی، چې د« اوښکو دروازه» هم یادیږي.

حوثیانو په ۲۰۱۴ز.کال کې د یمن پلازمېنه ونیوله او له هغه وخت راپدېخوا یې د سعودي عربستان پر مشرۍ ائتلاف سره له یوې لسیزې ډېره جګړه کړې ده. په وروستیو کلونو کې د اوربند له کبله جګړه کمه شوې وه؛ خو په جولای کې هغه مهال بېرته پیل شوه، چې حوثیانو د سعودي عربستان د بېړیو پر وړاندې په سره بحیره کې د بندیز اعلان وکړ. دوی دا اقدام د یمن پر بندرونو د سعودي عربستان د بندیز په غبرګون کې وباله.

د سعودي عربستان ولیعهد او واکمن محمد بن سلمان تېره اوونۍ له ټرمپ څخه د حوثیانو د چټک پرمختګونو له کبله د امریکا د پوځي ملاتړ غوښتنه کړې وه. رویټرز راپور ورکړی، چې واشنګټن ریاض ته ویلي، په مستقیم ډول به په جګړه کې ښکېل نه‌شي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

پر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

Published

on

سعودي پر ایران پلوه یمني حوثي غورځنګ تور لګولی، چې د مکې پر لور یې د بې‌پیلوټه الوتکې د برید هڅه کړې او دغه سپېڅلی ښار یې« سره کرښه» بللی؛ خو حوثیانو په دې برید کې لاس لرل رد کړي دي.

سعودي چارواکو ویلي؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه له دې مخکې، چې د اسلام تر ټولو سپېڅلي ښار مکې له هوايي حریم څخه واوړي، شنډه او له منځه وړل شوې ده. حوثیانو مکې ته د بې‌پیلوټه الوتکو د استولو ادعا رد کړې ده.

د راپور شوي پېښې په غبرګون کې د څو هېوادونو او د اسلامي همکاریو ټولنې له‌خوا غندنې شوې دي. دې ټولنې ویلي، پر سپېڅلو ځایونو د برید هره هڅه د دغو ځایونو له حرمت څخه سرغړونه ده.

د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف ویاند ډګروال ترکي المالکي ویلي، دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د مکې د پر نښه کولو لپاره د حوثیانو دوه‌یمه ادعا شوې هڅه ده. په ۲۰۱۷ز. کال کې هم د مکې پر لور بالسټیک توغندی توغول شوی و.

دا پېښه په  داسې وخت کې رامنخته کیږي، چې سعودي په سیمه کې د پراخې جګړې له کبله له بیاځلي امنیتي فشارونو سره مخ دی. د راپور له مخې، حوثیانو پر سعودي تاسیساتو او په سره بحیره کې پر بېړیو هم بریدونه کړي دي.

سعودي د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې ترکیه او پاکستان

له ترکیې او پاکستان سره د سعودي اعلان شوې دفاعي همکاري د دې راپور شوې پېښې په غبرګون کې نه‌ده فعاله شوې.

د ترکیې او پاکستان چارواکو اسوشیټېډ پرس ته ویلي، ریاض تر اوسه د پوځي مرستې غوښتنه نه‌ده کړې.

یوه ترکي چارواکي ویلي، د دې ائتلاف د عملي چوکاټ د رامنځته کولو لپاره اوس هم ځینې چارې باید بشپړې شي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د راپور شوي برید غندنه کړې او وایي، پاکستان او سعودي« اوږه پر اوږه» ولاړ دي.

د سعودي یوه جنګي الوتکه مو نسکوره کړې حوثیان

حوثیانو ادعا کړې، چې د سعودي پر مشرۍ د ائتلاف یوه «اف-۱۵» جنګي الوتکه یې د یمن د مرکزي مآرب ولایت په فضا کې نسکوره کړې ده.

د حوثیانو پوځي ویاند برید جنرال یحیی سریع د ادعا شوې پېښې د وخت په اړه جزئیات نه‌دي ورکړي. اسوشیټېډ پرس ویلي، چې په خپلواکه توګه یې د دغې ادعا د کره‌والي پخلی نه‌دی کړی.

امریکايي چارواکو ویلي، واشنګټن اوس‌مهال نه‌غواړي په مستقیم ډول په دې جګړه کې ښکېل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ حوثیانو څرګنده کړې، چې نه‌غواړي له امریکا سره جګړه وکړي. د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس هم ویلي، واشنګټن له سعودي او حوثیانو دواړو سره اړیکې لري.

دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي چین ته تللی او تمه ده، چې په خبرو کې به د سیمې جګړه او د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ هم تر بحث لاندې راشي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

عربي هېوادونو له ایران سره غونډه لغوه کړه؛ حوثیانو بیا پر سعودي عربستان برید وکړ

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

Published

on

د خلیج عربي هېوادونو هغه غونډه له ایران سره لغوه کړې، چې ټاکل شوې وه نن دوشنبه ترسره شي او هم‌مهاله د یمن حوثیانو پر سعودي عربستان نوی برید کړی دی. دا نښتې د دې لامل شوي، چې د منځني ختیځ جګړه نورو سیمو ته وغځیږي او د نړۍ د تېلو د رسولو په اړه اندېښنې زیاتې شي.

حوثیانو ویلي، چې دوشنبه یې د یمن پولې ته څېرمه د سعودي عربستان په خمیس مشیط کې پر یوې پوځي اډې لسګونه توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ د الوتکو تمځایونه، رادارونه، د هوايي ډګر د الوتنو پټلۍ او د مهماتو زېرمې یې پر نښه کړي دي.

حوثیانو ویلي، دا برید په وروستیو ورځو کې د یمن پر بېلابېلو سیمو د سعودي عربستان د سلګونو هوايي بریدونو په ځواب کې شوی دی.

سعودي چارواکو هم ویلي، چې په خمیس مشیط او درې نورو جنوبي ښارونو کې د لنډ مهال لپاره امنیتي خبرداري ورکړ شوی دی. دغه سیمې مخکې هم د حوثیانو د بریدونو هدف ګرځېدلې وې.

حوثیانو تېره اوونۍ په یمن کې خپل بریدونه او پرمختګونه چټک کړل او د جمعې پر ورځ یې د سره سمندرګي په خوله کې یو مهم ټاپو هم ونیولی و.

دغه راز پر همدې ورځ په یوه بل برید کې د سعودي عربستان هغه د تېلو نل‌لیکه زیانمنه او له کاره لوېدلې، چې تېل د هېواد له ختیځ څخه لویدیځ ته لېږدوي. دغه نل‌لیکه د تېلو د لېږد لپاره ډېره مهمه ده. سعودي عربستان ایران د خپلو سیمه‌ییزو ملاتړو ډلو له لارې د دې برید مسوول بولي.

د تېلو بیې لوړې شوې

د دوشنبې پر ورځ د تېلو بازارونو له پرانیستل کېدو وروسته د اومو تېلو بیې له درې سلنې ډېرې لوړې شوې.

سوداګر وايي، که د سعودي عربستان د تېلو نل‌لیکه په څو ورځو کې بېرته فعاله نه‌شي، ښايي د نړۍ د تېلو شاوخوا څلور سلنه عرضه له بازار څخه ووځي.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي، چې د نل‌لیکې ځینې برخې د اورلګېدنې له کبله زیانمنې شوې دي.

سعودي عربستان تر دې دمه نه‌دي ویلي، چې د نل‌لیکې رغول او بېرته فعالول به څومره وخت ونیسي.

ټاکل شوې وه، چې عمان د دوشنبې پر ورځ د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي. د دې غونډې موخه د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدا په اړه خبرې اترې وې؛ دغه تنګی په نړۍ کې د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده ، چې د عمان بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د لوریو ترمنځ د هوکړې لپاره د هڅو له کبله دغه غونډه ځنډول شوې ده. ایران ویلي، چې د غونډې د ځنډ غوښتنه سعودي عربستان کړې ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!