سیمه ییز خبرونه
خصوصي مخابراتي شركتونه مخابراتي خدمتونه غزوي
د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت د افغانستان په ليرې پرتو ولسواليو او كليو كې خلكو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندي كولو په موخه د افغان بيسم مخابراتي شركت په گډون له څلورو خصوصي مخابراتي شركتونو سره د نهه ميليون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسليك كړل.
د مخابراتو وزارت چار واكې وايي، چې:
دغه پروژه به د هېواد په ۲۸ ولايتونو او ۷۲ ولسواليو كې د يو كال په موده كي تطبيق شي.
د آريانا ټلويزيون خبريال عبدالعزيز كريمي څرگندوي، چې:
د مخابراتو او معلوماتي ټيكنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې دا تړونونه د دوشنبي په ورځ(د تلې ۲۴) د افغان بيسم مخابراتي شركت په گدون د افغانستان له څلورو خصوصي مخابراتي شركتونو سره لاسليك كړل.
د دغو تړونو له مخې به مخابراتي شركتونه د هېواد هغه ليرې پرتې سيمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي، چې تراوسه له دې آسانتياوو بې برخې دي.
د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې يا اترا رييس عبدالوكيل شېرگل وايي:
دوي په پام كي لري، چې د هېواد په كچه ټولو خلكو ته مخابراتي آسا نتياوي برابرې كړي.
هغه وايي:
د دې پروژي له لاري به د هېواد د ۲۸ ولايتونو ۷۲ ولسواليو ته د يو كال په موده كې مخابراتي خدمتونه ورسول شي او تر ۱۵۰ زرو كسان به يې له آسانتياوو برخمن شي .
هغه له دې ټولو هڅو سره سره امنيتي ستونزي د مخابراتي سكتور د پرمختگ په وړاندي لوى خنډ گڼي.
دا په داسې حال كې ده، چې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره يا اترا وايي، چې:
له دې وړاندې هم له مخابراتي شركتونو سره دې ته ورته تړون لاسليك شوى و، چې له مخې يې بايد په ۹ ولايتونو كې ۴۱ آنټنونه درول شوي واى، خو شركتونه د امنيتي ستونزو پر لامل يوازې د ۱۹ آنټنونو پر درولو بريالي شول .