سیمه ییز خبرونه
خلك دې د ښار په پراختيا او پاك ساتلو كې همكارشي
د غزني نوى ښاروال وايي:
د ښار په پاك ساتلو كې د خلكو همكاري اړينه ده او بايد ټولې هڅې په همدې را ټولې وي، چې خلك د خپل ښارپه پراختيا او پاك ساتلو كې همكارشي.
نوي ښاروال په ډاگه كړه، چې:
د ښار د پراختيا او پاك ساتلو لپاره نوي پلانونه ترلاس لاندې دي.
د غزني ښار په بېلابېلو سيمو كې د كثافات ټوليدل، په سړكونو كې د لاس پلورونكو زياتېدل، د تطبيق شويو پروژو نه ساتنه، د ښاري اوسيدنې د فرهنگ په برخه كې د خلكو او چارواكو بې پامي هغه ستونزې دي، چې د غزني ښار بڼه يې بدله كړې ده.
د غزني ښارول انجنیرفریدون احمدي خلكو ته ډاډ وركړ، چې د دغو ټولو ستونزو حل ته به چټكې هڅې تر سره كړي.
د غزني والي محمدموسی اکبرزاده د غزني ښار له اوسني وضيعت څخه انديښمن دى او پر خلكو نيوكه كوي، چې د ښاراوسيدلو د فرهنگ په ساتلو كې بې غوري كوي. دى غزني ښار د يوه ناروغ او ښاروال د يوه داكتر په توگه تعبيروي.
دغزني نوى ښاروال په داسې حال كې خپله دنده پيلوي، چې تر درې مياشتو به غزني د اسلامي هېوادونو د تمدن او فرهنگ د مركز په توگه معرفي شي.
اټكل كيږي، چې په همدې لړكې به زرگونه كورني او بهرني ميلمانه له دې ښارڅخه ليدنه وكړي.