تازه خبرونه

خلیلزاد د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه له قطريانو او طالبانو سره خبرې کړي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۴, ۱۳۹۹)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او قطري چارواکو د افغانستان د سولې د ټینګښت او د سیمه ییزې هوساینې د پیاوړتیا لپاره په یو لړ پروژو کې د ګډې پانګونې پر امکاناتو بحث او خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په یو لړ تویتونو کې لیکلي، چې هغه او د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت عامل مدیر آدام بوهلر په دوحه کې د قطري پانګوونې له چارواکو سره خبرې کړې دي.

خلیلزاد څرګنده کړې: په افغانستان کې همغږو پانګوالو ته د ګډې پانګوونې د پیاوړي کولو لپاره رښتیني ظرفیتونه شته دی.

د امریکا ځانګړي استازي د پنجشنبې پر ورځ په دوحه کې د طالبانو له مشر ملا برادر سره هم کتلي دي. د طالبانو ویاند په ډاګه کړې، چې دواړو لوریو د سولې بهیر، د بندیانو ژر تر ژره خوشې کیدو او د افغانانو تر منځ د خبرو د پیل په اړه خپل اندونه حرګندکړي دي.

 

خلیلزاد زیاته کړې: مونږ ټینګار کوو، چې تلپاتې سولې پسې به د اقتصادي پراختیا فرصتونه وي. مونږ هوکړه کړې؛ د سولې د ملاتړ لپاره پرمختیايي برنامې به تر هغې پیل نشی، چې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې وروستي خنډونه لیرې شي.

هغه په ډاګه کړې؛ طالبان پوهیږي، چې ټول افغانان باید د افغانستان په راتلونکي کې د اړتیا وړ

پانګونې د راجلبولو لپاره جوړجاړی وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي؛ د سولې خبرو اترو له پیل مخکې د درې ناستو تر سره کېدو لپاره چمتوړوالی روان دی؛ د سیمې د هېوادونو او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو تر منځ د دوشنبې پر ورځ درې اړخیزه ستراتیژیکه ناسته، له پاکستان او چین سره د سې شنبې پر ورځ او درېیمه ناسته د پنجشنبې پر ورځ جوړیدونکې ده، چې ولسمشر اشرف غني به هم په دوه ناستو کې ګډون وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل په وړاندې یو اختلافي مورد د ځینو طالب بندیانو له خلاصون سره د افغان حکومت مخالفت او دغه راز د طالبانو لخوا په بریدونو کې زیاتوالی دی.

 

Trending

Exit mobile version