تازه خبرونه
خلیلزاد د پاکستان پر کوربتوب د اسلامي امارت د مخالفانو ناسته بېوخته ګڼي
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاتوي؛ د افغانستان خلک کولی شي خپل بېلابېل اندونه ولري؛ خو د پاکستان لخوا د دوی د غونډو کوربتوب “بې وخته، پاروونکی، نامسوولانه او د افسوس وړ” دی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمی خلیلزاد ويلي؛ ټاکل شوې، چې پاکستان د وږي پر درېیمه او څلورمه د اسلامي امارت د بهر میشتو مخالفانو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.
خلیلزاد په ایکس پاڼه کې زیاتوي؛ د افغانستان خلک کولی شي خپل بېلابېل اندونه ولري؛ خو د پاکستان لخوا د دوی د غونډو کوربتوب “بې وخته، پاروونکی، نامسوولانه او د افسوس وړ” دی.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مخکې باوري او همکاري کمه شوې او د اسلامآباد دا هڅه به ښه پایله ونلري.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز عاصم منیر یوځل بیا ویلي؛ اسلامي امارت دې پاکستان ته د تحریک طالبان پاکستان د لېږلو پالیسي پای ته ورسوي.