تازه خبرونه

خلیلزاد په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو غوښتنه وکړه

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

Published

on

 د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ایکس پاڼه کې د ښځو د نړیوالې ورځې پر مناسبت د افغانستان له اسلامي امارت څخه وغوښتل؛ نجونو او ښځو ته اجازه ورکړئ، چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ولاړې شي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د ښځو برخې هم په افغانستان کې هغه ننګونې روښانه کړي، چې ښځې او نجونې ورسره مخ دي.

دې بنسټ څرګنده کړې؛ هغه عام بنسټونه، چې یو وخت یې په افغانستان کې ښځې او نجونې سره یوځای کولې اوس تړل شوي دي.

دغه راز یې ټینګار کړی، چې دا ډول وضعیت باید عادي ونه ګڼل شي.

د ملګرو ملتونو د ښځو بنسټ دا هم ویلي: کله، چې نړیواله ټولنه له افغان ښځو سره ودریږي؛ معنالرونکی بدلون اوس هم شونی دی.

د یادونې ده، چې په افغانستان کې اوس هم له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو زده‌کړې او پوهنتونونو ته د ښځو لاسرسی محدود پاتې دی، چې د نړیوالو بنسټونو او بشري حقونو د بېلابېلو ډلو پراخه اندېښنه یې راپورته کړې ده.

اسلامي امارت ويلي، چې د ښځو ټول حقونه تضمین شوي او د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره هڅې روانې دي.

Trending

Exit mobile version