تازه خبرونه
درې امریکايي چارواکي د افغانستان په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي
له پاکستان څخه د افغان مهاجرینو له جبري ایستلو یوه میاشت وروسته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په روانه اوونۍ کې به درې لوړپوړي امریکایي چارواکي د افغان مهاجرینو د وضعیت او د پاکستان او اسلامي امارت د اړیکو په اړه د خبرو لپاره اسلامآباد ته سفر وکړي.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د کډوالۍ په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سلاکاره جولیتا والس نویس به د دوشنبې پر ورځ اسلامآباد ته سفر وکړي او له پاکستانيو چارواکو سره به د افغان کډوالو پر ستونزو خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دغه وزارت سلاکاره به پاکستان ته په خپل څلور ورځني سفر کې د زیانمنونکیو کډوالو د ساتنې او په امریکا کې د هغوی د ځای پرځای کېدو او استوګنې د چټکتیا په اړه خبرې وکړي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی تام ویست هم د دسمبر پر اوومه اسلامآباد ته سفر وکړي او له هغه وروسته به د پاکستان په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیزابیت هورست هم اسلامآباد ته سفر وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه خبرپاڼه کې دا خبره تائید کړې او ویلي یې دي، چې په دې غونډه کې به د افغانستان د وضعیت په ګډون پر یو لړ مسایلو خبرې وشي.
تام ویست به پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو سره د افغانستان پر عمومي وضعیت په ځانګړي توګه د پاکستان او اسلامي امارت د اړیکو په اړه خبرې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايي او پاکستاني چارواکو تر منځ ناسته د دواړو هېوادونو تر منځ یوه مسله ګڼي؛ خو وايي، کډوال باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي او د دوی حقونه باید ضایع نهشي.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو له پرېکړې وروسته له ۴۰۰ زرو ډېر افغان کډوال هېواد ته جبري راستانه کړي دي.
تازه خبرونه
جمعهخان فاتح له خپلو ځواکونو سره حکومت ته تسلیم شو
منابع میافزایند که قرار است افراد وابسته به جمعهخان فاتح خلع سلاح شوند و نیروهای امارت اسلامی کنترول کامل منطقه را در دست بگیرند.
امنیتي سرچینو آریانانیوز ته ویلي: د زابل د والي پخوانی مرستیال جمعهخان فاتح، چې په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت د ځواکونو لهخوا تر سختې محاصرې لاندې و؛ له څو ورځنیو فشارونو وروسته له خپلو ځواکونو سره یوځای تسلیم شوی دی.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د محاصرې د کړۍ له راتنګېدو وروسته فاتح له تسلیمېدو پرته بله لار نه درلوده. نوموړي په نسي ولسوالۍ کې د اسلامي امارت موجودو ځواکونو ته وسلې پر ځمکه ایښې دي.
د اسلامي امارت د اردو لوی درستیز قاري فصیحالدین فطرت هم نسي ولسوالۍ ته سفر کړی و، چې د جمعهخان فاتح د ډلې پر وړاندې د وروستي اقدام مشري وکړي.
ټاکل شوې، چې د جمعهخان فاتح ټول ملګري بېوسلې او سیمه په بشپړه ترې پاکه شي.
تازه خبرونه
په تېرو پېنځه کلونو کې نږدې ۱۱۹ زره ښځې خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال منصور احمد حمزه ويلي، له تېرو پېنځه کلونو راپدېخوا د افغانستان په محکمو کې د ۱۱۸ زره او ۸۶۹ ښځو خپلو شرعي او قانوني حقونو ته رسېدلي دي.
د حمزه د څرګندونو له مخې؛ دغه راز د ښځو د میراث او ملکیت اړوند ۱۲ زره او ۹۷۶ قضیو ته قضايي رسېدنه شوې او د ښځو د میراث اړوند د معلوماتو راټولولو او ثبت په برخه کې ۹ زره او ۲۱ پېښې هم تر کار او څېړنې لاندې نیول شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې د ښځو د ملکیتونو د ثبت او تثبیت او د اسنادو د تائید په برخه کې هم ۱۸ زره او ۷۵۰ پېښو ته رسېدنه شوې او ۲۲ زره او ۷۰۳ نورې پېښې د میراث او ملکیت په برخه کې د اسنادو له پروسس او قضايي اقداماتو سره تړاو لري.
د سترې محکمې د ویاند مرستیال زیاته کړې، د ښځو د نفقې او نورو اړوند حقونو په برخه کې هم ۸ زره او ۹۰۴ پېښو ته قضايي رسېدنه شوې ده.
حمزه ټینګار کړی، چې میراث، ملکیت، مهر، نفقه او نور هغه حقونه، چې اسلامي شریعت ښځو ته ټاکلي، د هغوی ثابت حقونه دي؛ محکمې مکلفې دي، چې د ښځو قضیې په دقت او بېطرفۍ او د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې وڅېړي.
هغه ویلي، د ښځو د حقونو د قضايي رسېدنې بهیر به د عدالت د تأمین او د هغوی د حقونو د ضایع کېدا د مخنیوي لپاره دوام ولري.
تازه خبرونه
د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر وکړ
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
د افغانستان لپاره د چین بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي یو شیاویونګ د جولای له دېرشمې څخه د اګست تر اتمې پورې ترکیې، پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی.
د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي، یو شیاویونګ په ترکیه کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا له عمومي رییس جهاد ارګینای سره لیدلي او د دواړو لوریو د خوشې وړ موضوعاتو په اړه یې خبرې کړې دي.
هغه پاکستان او افغانستان ته د سفر پر مهال هم د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښهوالي او پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د چین بهرنیو چارو وزارت د دغو لیدنو په اړه نور جزئیات نهدي ورکړي؛ خو دغه سفر داسې مهال ترسره شوی، چې د کابل او اسلامآباد اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تحول4 days agoتحول: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې همکارۍ
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
-
تازه خبرونه5 days agoفارغ شویو محصلانو ته د اسلامي امارت د رهبر پیغام؛ له اسلامي ارزښتونو دفاع وکړئ
