Connect with us

International Sports

دوبۍ کپیټلز لوبدلې د نړیوال ۲۰ اوریز کرکټ سیالیو اتلولي خپله کړه

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د ۷۰۰ زره ډالرو نغدي جایزه خپله کړه. په داسې حال کې، چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ۳۰۰ زره ډالر ترلاسه کړل.

خپور شوی

د

ILT20 Dubai final

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په متحده عربي اماراتو کې د نړیوال ۲۰ اوریز کرکټ لیګ په وروستۍ لوبه کې د ډیزرټ وایپرز لوبډلې ته د ۴ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او د سیالۍ اتلولي یې وګټله.

د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د ۷۰۰ زره ډالرو نغدي جایزه خپله کړه. په داسې حال کې، چې ډیزرټ وایپرز لوبډلې ۳۰۰ زره ډالر ترلاسه کړل.

په دې لوبه کې ډیزرټ وایپرز د ۵ لوبغاړو پر سوځېدو ۱۸۹ منډې جوړې کړې. د دوبۍ کپیټلز لوبډلې د شپږو ویکټو پر زیان هدف ترلاسه کړ.

د وایپرز لپاره د میکس هولډن ۷۶ منډې د لومړنیو ویکټو له لاسه ورکولو سره مقابله وکړه او د سام کوران د ۵ څلوریزو او ۳ شپږیزو پر مرسته د لوبې کنټرول ترلاسه کړ.

دغه راز اعظم خان هم په وروستیو اورونو کې د ۲۷ منډو پر جوړولو لوبغالي ته راووت.

د لوبې غوره لوبغاړي رومن پاول له لوبې وروسته وویل: ” لوبغاړو ته پر ټول درناوي پر تخته ولیکل شول، چې بس آرام واوسئ.”

سیالي زما لپاره آرامه وه؛ خو نن په فاینل کې غواړم، چې ځان ثابت کړم. په فاینل کې غوره لوبغاړي دریږي. “زه له وتلو مایوسه یم؛ خو خوښ یم، چې مونږ بریالي شوو.”

د ډیزرټ وایپرز لوبډلې څخه سام کورن، چې د خورا ارزښتناک لوبغاړي په توګه یې سور کمربند ترلاسه کړ وویل: “دا یوه حیرانونکې لوبه او یو ستاینه (سور کمربند) وه. اخیستل يې د بایلنې پر وخت سخت دي. دا یو له هغو خورا خوندورو لوبډلو څخه دی، چې زه ترې په خپل مسلک کې برخمن شوم. یو بشپړ مسلکي جوړښت او هیله ده، چې راتلونکی کال به نور هم ښه شي.”

زه ډېر روزونکي او لوبغاړي پېژنم، چې دا رولونه یې پر غاړه اخیستې وه او له توپ سره یې مطابقت درلود. ما فکر کاوه، چې مونږ په بورډ کې ډېره ښه نمره درلوده؛ خو زه پر لوبډلې، روزونکي او کارمندانو ډېر ویاړم. “

د کمربند ګټونکي

د یوې لویې فاینل او نوې اتلولۍ پر لیوالتیا سربېره، د DP World ILT20 جایزو لاسلیک، چې د غوره انفرادي کړنو پېژندنه کوي؛ شای هوپ د شنه کمربند (غوره توپ‌وهنې) سره ‌‌ې ته شو او سیالي یې پر ۵۲۹ منډو پای ته ورسوله.

د ایم آی اماراتو له لوبډلې فضل الحق فاروقي په ۱۱ اننګزونو کې د ۲۱ ویکټو اخیستلو له کبله د سپین کمربند (غوره توپ‌اچوونکي) جایزه وګټله.

سام کران، چې په ۱۲ اننګزونو کې یې له ۳۸۷ منډو او اووه ویکټو سره ټورنمنټ پای ته ورساوه، د پړاو تر ټولو قیمتي لوبغاړي په توګه سور کمربند ترلاسه کړ. د ممبي لوبډلې محمد وسیم نیلي کمربند ترلاسه کړ، چې د درېیم پرله‌پسې پړاو لپاره د متحده عربي اماراتو غوره لوبغاړو ته ورکړشو.

International Sports

د مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد

سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.

Published

on

لېونل مسي یو ځل بیا په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالیو کې غوره وځلېد او پخپل شپږم ګول یې ارجنټاین د اردن پر وړاندې ۳ ـ ۱ نه یوازې بریا ته ورساوه، بلکې لوبډله له ډله‌ییز پړاو هم بریالۍ ووتله.

سره له دې، چې د ارجنټاین د بل پړاو لوبېدل مخکې له مخکې یقیني شوي وه؛ د دې لوبډلې روزونکي لېونل سکلوني په لومړني ترکیب کې پراخ بدلونونه راوستل او ۹ نوي لوبغاړي یې ولوبول. مسي لوبه له احتیاطي څوکۍ پیل کړه؛ خو په دوه‌یمه نیمایي کې میدان ته کښته شو او د ښکلي آزاد ګوزار پر مټ یې د خپلې لوبډلې درېیم ګول وواهه.

ارجنټاین د مسي لوبې ته له داخلېدو مخکې هم پر لوبه بشپړ برلاسی و. جیوواني لو سیلسو په نولسمه دقیقه کې د آزاد ګوزار له لارې لومړی ګول وکړ او ورپسې لاوټارو مارټینز د ویډیويي مرستندویه پرېکړې (VAR) له تائید وروسته د پنالټۍ دوه‌یم ګول هم وواهه.

اردن د دوه‌یمې نیمایي په پیل کې د موسی التماري پر ګول یو ګول بېرته جبران کړ؛ خو ارجنټاین بیا هم پر لوبه واکمن پاتې شو او مسي د لوبې په وروستیو لس دقیقو کې پخپل ګول د خپلې لوبډلې بریا نوره هم پیاوړې کړه.

له دې بریا سره ارجنټاین له درې لوبو د بشپړو ۹ امتیازونو پخپلولو د خپلې ډلې په سر کې ځای ونیو. مسي د ډله‌ییز پړاو په ټولو درې لوبو کې ګولونه وهلي او د غوره ګول‌وهونکي د نوماندانو له مخکښو لوبغاړو ګڼل کېږي.

ارجنټاین به د یو‌شپاړسم پړاو په سیالۍ کې له کېپ ورډ سره مخامخ شي؛ هغه لوبډله، چې له تمې پورته لوبو پر مټ یې د وروستیو ۳۲ لوبډلو پړاو ته لاره موندلې ده.

Continue Reading

International Sports

مسي د نړیوال جام په ګول‌وهنه کې ریکارډ جوړ کړ؛ ارجنټاین حذفي پړاو ته ولاړ

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

Published

on

لیونل مسي د دوشنبې پر ورځ د اتریش پر وړاندې د ارجنټاین په ۲–۰ بریا کې دوه ګولونه ووهل او د نړیوال جام د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګولونو ریکارډ یې جوړ کړ.

د ارجنټاین لوبډلمشر په دې حساسه لوبه کې دواړه ګولونه ووهل او خپل ټول ګولونه یې په نړیوال جام کې ۱۸ ته ورسول، چې له دې سره یې د جرمني د میروسلاو کلوزې د ۱۶ ګولونو ریکارډ مات کړ.

مسي، چې څو ورځې وروسته ۳۹ کلن کېږي. نوموړي سره له دې، چې د لوبې په پیل کې یې یوه پنالټي ضایع کړه؛ خو په مهمو شېبو کې یې ښه لوبه وکړه. د هغه کړنې ارجنټاین ته دا زمینه برابره کړه، چې د نړیوال جام په سیالیو کې خپل قوي پیل وساتي او د ۳۲ غوره لوبډلو پړاو ته ووځي.

مسي اته ځله د طلایي‌توپ ګټونکی پاتې شوی، په نړیوال جام کې یې په پرله‌پسې شپږو لوبو کې ګولونه وهلي او د دې پړاو د پېنځه ګولونو له لرلو سره د طلایي‌توپ د سیالۍ په مخکښو لوبغاړو کې دی.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي د نړیوال جام سیالۍ پر ژوندۍ بڼه د آریانا ټلویزیون له لارې وګوري.

Continue Reading

International Sports

فرانسې سنګال ته ۳–۱ ماتې ورکړه؛ امباپي د ګول‌وهنې ملي ریکارډ جوړ کړ

امباپي دوه ګولونه ووهل او له دې سره یې د ملي لوبډلې لپاره د خپلو ګولونو شمېر ۵۸ ته ورساوه.

Published

on

 

فرانسې په ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام سیالۍ کې سنګال ته ۳ د ۱ پر توپیر له ماتې ورکولو سره سیالي پیل کړه او لوبډلمشر کیلیان امباپه نوی ریکارډ جوړ کړ.

امباپي دوه ګولونه ووهل او له دې سره یې د ملي لوبډلې لپاره د خپلو ګولونو شمېر ۵۸ ته ورساوه.

هغه د فرانسې د تاریخ د تر ټولو ډېرو ګول وهونکو د پخواني ریکارډ څښتن له شمېرې واوښت.

د ریال مادریډ دې ستوري د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې لومړی ګول وکړ او وروسته یې د لوبې په وروستیو شېبو کې پر یوه ښکلي ګوزار د خپلې لوبډلې بریا پخه کړه. د فرانسې بل ګول بدیل لوبغاړي براډلي بارکولا وواهه.

سره له دې، چې فرانسې پر څرګند توپیر بریا خپله کړه؛ خو په لومړۍ نیمايي کې یې ښه لوبه ونه‌کړه او د لوبې د بهیر په موندلو کې له ستونزو سره مخ وه. سنګال څو خطرناک فرصتونه رامنځته کړل او د ګول وهلو تر پولې ورسېد؛ خو نیکولاس جکسن او اسماعیل سار ونه‌توانېدل له دغو فرصتونو ګټه واخلي.

فرانسه د لوبې په دوه‌یمه نیمايي کې بشپړه بدله لوبډله ښکارېده. مایکل اولیس په دې بدلون کې مهم رول ولوباوه او د خپلو نوښتګرو لوبو پر مټ یې د فرانسې بریدونو ته تازه ساه ورکړه. امباپي پخپل رسا ګوزار د سیالې لوبډلې دروازه پرانیسته او بارکولا میدان ته له دننه‌کېدا وروسته د دواړو لوبډلو ترمنځ د ګولونو واټن زیات کړ.

سنګال په اضافي وخت کې د ابراهیم مبایه پر ګول د بېرته راګرځېدا هیله پیدا کړه؛ خو امباپي څو شېبې وروسته له لرې واټنه پر یوه ښکلي ګوزار بیا ګول وکړ او خپله یادګاري شپه یې نوره هم بشپړه کړه.

دې بریا فرانسې ته په I ګروپ کې درې اړینې نمرې ورکړې او د اتلولۍ د یوه مخکښ مدعي دریځ یې نور هم پیاوړی کړ. که څه هم د ډیډیه ډيشان لوبډلې په لومړۍ نیمايي کې ځینې کمزورۍ وښودې؛ خو په دوه‌یمه نیمايي کې یې بریدیز ځواک د لوبې برخلیک وټاکه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117