تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.