لوبی
د آسیا فوټبال کنفډراسیون د ایران فوټبال ټولنې ته خپله خواخوږي وړاندې کړه
په دې پیغام کې راغلي: «د آسیا فوټبال کنفډراسیون په دې ډېر سخت وخت کې د قربانیانو کورنیو، غمجنو دوستانو او همدارنګه د ایران فوټبال ټولنې ته خپله ژوره خواشیني او خواخوږي وړاندې کوي.»
د ایران په وروستیو اعتراضونو کې د څو ایراني فوټباللوبغاړو پر وژل کېدا؛ د آسیا فوټبال کنفډراسیون ټولنیزې شبکې انسټاګرام په خپل فارسيژبي حساب کې د یو پیغام پر خپرولو د قربانیانو له کورنیو او د ایران فوټبال ټولنې سره خپله خواشیني او خواخوږي څرګند کړې ده.
په دې پیغام کې راغلي: «د آسیا فوټبال کنفډراسیون په دې ډېر سخت وخت کې د قربانیانو کورنیو، غمجنو دوستانو او همدارنګه د ایران فوټبال ټولنې ته خپله ژوره خواشیني او خواخوږي وړاندې کوي.»
ویل کیږي، چې لږ تر لږه درې ایراني فوټباللوبغاړي د ایران په هغو اعتراضونو کې وژل شوي، چې د ډسمبر پر اتهویشتمه نېټه پیل شوي وه.