سیمه ییز خبرونه

د آلمان كابينې په افغانستان كې د آلمان د نوي مامورېت طرح تصويب كړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آلمان حكومت له افغان دولت څخه غوښتي، چې له دغه هېواده د نړيوالو ځواكونو تر وتلو مخكې بايد د اصلاحاتو او اداري فساد پرضد مبارزه كې جدي اقدام وكړي.

د آلمان كابينې د چهارشنبې په ورځ ( د ليندى ۸ ) د افغانستان په اړه غونډه وكړه او په دغه هېواد كې يې د آلمان د نوي ماموريت طرح تصويب كړه.

د دې طرحې له مخې په افغانستان كې دآلماني ځواكونو د پوځي ماموريت موده يو كال نوره هم وغځېده او پرېكړه وشوه، چې  د  آلماني ځواكونو شمېر د ۲۰۱۴ م كال تر لومړيو پورې له ۴۶۰۰ تنو څخه ۳۳۰۰ تنو پورې راټيټ شي.

دا طرح د دغه هېواد د پارلمان تائيد ته هم اړتيا لري. دآلمان كابينې دغه راز د افغانستان د اوسني وضعيت په اړه د رپوټ په وړاندې كولو سره په دې هېواد كې د اصلاحاتو او اداري فساد پروړاندې په مبارزې ټينگار كړى او وايي:

په دې هېواد كې د ولسمشرۍ راتلونكې ټاكنې چې په ۲۰۱۴م كال كې ترسره كېږي بايد رڼې او د باور وړ وي.

د دغه رپوټ په يوه برخه كې راغلي دي:

له دولتي مقامونو ناوړه استفاده او منفعت تر اوسه په افغانستان كې د پرمختگ په وړاندې خنډ گرځېدلى، د هغو قاضيانو، د پوليسو مامورينو او څارنوالانو شمېر هم كم ندى، چې په قانون ناخبره دي، ښه حكومت والي او د قانون حاكمېت هغه موخې دي، چې تر اوسه په بشپړه توگه ندى عملي شوى.

په دې رپوټ كې د سولې په بهير هم ټينگار شوى دى:

دوامداره سوله هغه وخت په افغانستان كې شونې ده، چې دا بهير په هېواد كې د ننه پرمختگونه ولري، خو دا كار تراوسه نه دى شوى او د دغه هېواد ځينې برخې كه څه هم لږ بدلون موندلى، خو بې ثباته دى.

د آلمان د دفاع، بهرنيو چارو او پراختيايي همكاريو وزارتونه هر كال د افغانستان د شرايطو په اړه د دا ډول رپوټونو په خپرولو سره د دغه هېواد حكومت او پارلمان ته معلومات وركوي.

Trending

Exit mobile version