سیمه ییز خبرونه

د آمو سيند د څپانده كېدو له امله شاوخوا څلوېښت كورونه ويجاړ شوي دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د آمو سيند د مستېدو له امله د شبرغان ښار په مركز كې د خېرخانې او ميرويس مېنې په سيمه كې شاوخوا څلوېښت كورونه نړولي او له سلو زيات يې له خطر سره مخ كړي دي.

د شبرغان ښار په مركز كې د خېر خانې او ميروېس مېنې د سيمې اوسېدونكې وايي، چې د آمو سيند د څپانده كېدو له امله شاوخوا څلوېښت كورونه ويجاړ شوي دي او له سلو زيات د ورانېدو له گواښ سره مخ دي.

په همدې حال كې د جوزجان والي محمد علم ساعي وايي:

دا گواښونه د وړاند وېنې وړ وو او په تېرو دوه كلونو كې يې په زيان ليدونكو سيمو كې د سربندونو د جوړېدو غوښتنه كړې، خو اړوندو ادارو دغې ستونزې ته پاملرنه نه ده كړې.

نوموړې خبردارۍ وركوي، چې د شبرغان ښار زرگونه اوسېدونكې د تېر كال په څېر د ژمنيو طبعي پېښو او د پسرلي په موسم كې د اوبو د سطحې د پورته كېدو له امله له خطر سره مخ دي.

په همدې حال كې د جوزجان د له پېښو سره د مبارزې ادارې رئيس عزيزالرحمان ايمان وايي:

دوى اوس مهال د اته زرو كسانو لپاره خوراكي او غېر خوراكي مرستي په لاس كې لري او ډېر ژر به له زيانمنو كسانو سره مرسته وكړي.

دا په داسې حال كې ده، چې تېر كال هم د اوبو د سطحې د لوړېدو له امله د شبرغان ښار او د خواجه دو كوه په سيمه كې دولس زره كورنۍ زيانمنې شوې.

Trending

Exit mobile version