سیمه ییز خبرونه

د آمو سيند څنډو ته ميشت سلگونه كورنۍ بېځايه شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسي جرگې رييس د آمو سيند څنډو ته د پرتو كورونو د ويجاړيدو او د خلكو پر بېځايه كيدو اندېښنه څرگنده كړه.

هغه له مسوولو ارگانونو وغوښتل، چې:

د آمو سيند غاړې پخې كړي.

د اوبو او انرژۍ وزير محمد اسماعيل خان وايي، چې:

كه څه هم د آمو سيند د څنډو پخولو لپاره ډېرې هڅي شوي، خو اساسي كار زياتو پيسو ته اړتيا لري.

له څو كلونو راهيسې د آمو سيند د څپانده له كبله سلگونه جريبه كرنيزه ځمكه ويجاړه شوې او سلگونه كورنۍ بيځايه شوې دي.

هغه كسان، چې د آمو سيند د اوبو له وېرې بيځايه شوي د ژمي په دې ساړه موسم كې په سختو شرايطو كې ژوند كوي.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي د دغو كورنيو پرحال اندېښنه څرگنده كړه او زياته يې كړه، چې كه ستونزه له بيخه اواره نه شي، دا حالت به همداسې دوام پيدا كړي.

آمو سيند ته نږدې سلگونه كلي او زرگونه جريبه ځمكه پرته ده، چې هركال د دغه سيند له څپڅپانده كيدو سره خلك له سيمې وځي او ځمكو ته زيان اوړي.

Trending

Exit mobile version