تازه خبرونه
د آیسا رییس قربان حقجو نن په رسمي توګه معرفي شو
د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې یا آیسا رییس قربان حقجو نن په رسمي توګه معرفي شو.
د ملې یووالي د حکومت اجرایي رییس ډاکتر عبدالله عبدالله چې د قربان حقجو د معرفي کولو په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل چې فساد، وزګارتیا، فقر د قوانینو بې ثباتي د دې لامل شوي چې په افغانستان کې د ښې پانګونې مخه ونیسي.
په داسې حال کې چې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې نوی ريیس وټاکل شو، خو د پانګونې په لاره کې لا هم ګڼې ستونزې پرتې دي.
اجرايي ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د قوانینو بې ثباتي، نا امني او فساد هغه لاملونه دي چې له کبله په هیواد کې د پانګونې حالت ټکنی شوی دی.
“پوهیږو چې د ښه امنیتي حالت په تمه تاسو هیڅ یو هم نه یاست کښیناستلي؛ تاسو په ځان خطر منلی او راغلي یاست او له هغه سرمایې څخه چې ستاسو او د افغانستان د خلکو په زیار لاسته راغلې، دلته مو پانګونه وکړه؛ په داسې حال کې چې ښایي له هیواده بهر تاسو ته تر دې ښه فرصتونه موجود ول.“
د پانګونې د ملاتړ ادارې یا ایسا نوی رییس قربان حقجو وايي چې د هیواد داقتصادي ودې، کار موندنې، فقر د لرې کولو او متوازني پرمختیا لپاره به کار وکړي.
ده د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت د اندېښنې وړ او ماتیدونکی وباله.
“مونږ په ماتیدونکي اقتصادي حالت کې یو. بيکاري او کمزوری اقتصادي حالت، د پانګې تېښته، اداري فساد او د منظمو بنسټونو نشتوالی د جدي ستونزو څخه بلل کیږي چې د حل لاره يې یوازې د عایدو له لارې د پاییدونکي اقتصاد رامنځ ته کول دي.“
بلخوا د سوداګرۍ او صنایعو خونې وزیر همایون رسا وایي، پانګه اچونه زمونږ د سلو ورځو کاري پلان یوه برخه ده چې د آیسا ادارې په مرسته مخ ته ځي.
“په هیواد کې ۸.۲ میلیوڼه سوداګرۍ بیلانس لرو چې باید حل شي او یواځینی لاره یې د پانګونې له لارې ده.”
خبریاله: نبیله حفیظي
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼشمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.
د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.
-
تازه خبرونه4 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ2 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
نړۍ4 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی2 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
لوبی4 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی