لوبی

د ابو مسلم فراه لوبډله د آسیا چلنج لیګ په غوراوي پړاو کې لوبه کوي

د افغانستان د اتلانو لیګ اتل ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د آسیا فوټبال سیالیو د تاریخي سفر په درشل کې ده او ټاکل شوې، چې دا لوبډله د سې‌شنبې پر ورځ د زمري یوویشتمه/ د اګست دولسمه د بوتان په نومیالي چانګلیمیټانګ لوبغالي کې د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبه د بوتان له پارو فوتبال لوبډلې سره ترسره کړي.

Published

on

Last Updated on: زمری ۲۱, ۱۴۰۴

د غوراوي په دې پړاو سیالیو کې د ابو مسلم فراه لوبډله، چې د افغانستان استازیتوب کوي؛ د بوتان له استازې پارو اف‌سي سره لوبه کوي.

د افغانستان د اتلانو لیګ اتل ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د آسیا فوټبال سیالیو د تاریخي سفر په درشل کې ده او ټاکل شوې، چې دا لوبډله د سې‌شنبې پر ورځ د زمري یوویشتمه/ د اګست دولسمه د بوتان په نومیالي چانګلیمیټانګ لوبغالي کې د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبه د بوتان له پارو فوتبال لوبډلې سره ترسره کړي.

دا لوبه نه یوازې د ابو مسلم فراه د چلنج لیګ په غوراوي پړاو کې لومړۍ لوبه ده، بلکې د لوبډلې لپاره یوه تاریخي شېبه هم ده، چې د AFC رسمي ټورنمنټ ګروپي پړاو ته د رسېدو لپاره لومړۍ افغان لوبډله شي.

د چلنج لیګ د غوراوي پړاو لوبې به د ۱۸ لوبډلو په شتون کې  پیل شي، چې په ۹ لوبو کې د یو – یو له منځه وړلو پر بڼه ترسره کیږي. د دې سیالیو ګټونکي به د ګروپي پړاو له ۲۰ لوبډلو سره یوځای شي.

ابو مسلم فراه د چټکې ودې له مخې د پام وړ بریا ترلاسه کړې؛ ځکه، چې دې لوبډلې تېر کال د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د اتل نوم خپل کړ او په دې سختو شرایطو کې یې دا براعظمي لوبې د افغانستان فوټبال د پرمختګ څلی دی.

د لوبغالي بل لوری د بوتان پارو لوبډله ده، چې په آسیایي لوبو کې د پخوانۍ تجربې پر لرلو یوه ځواکمنه سیاله لوبډله ګڼل کیږي.

په دې سیالیو کې ابو مسلم فراه، د لاوس ازرا، د منګولیا خانګاریډ او د قرغزستان موراس یونایټډ لوبډلې ګډون کوي، چې په آسیا کې د فوټبال د نوي نسل هیله‌بښونکی ځواک دی.

د دې لیګ د غوراوي پړاو لوبې به په منګولیا، میانمار، ټایپي، برونای، مالډیپ، بنګله‌دېش، قرغزستان او سوریه کې ترسره شي، چې د فوټبال په وده کې د آسیا فوټبال کنفډریشن پراخ لاسرسی ښیي.

د ابو مسلم فراه لوبډلې لپاره دا شتون یوازې یوه لوبه نده، بلکې د ځوانو استعدادونو د ودې لپاره هم زمینه برابروي. په دې لوبه کې بریا به د افغانستان په فوټبال تاریخ کې یو د ویاړ وړ بدلون وي.

د آریانا راډیو ټلویزیون د دې تاریخي سیالۍ د ژوندۍ خپرونې قانوني او ځانګړي حقونه ترلاسه کړي او مینه‌وال کولی شي دا لوبه د کابل پر وخت له غرمې وروسته ۴:۰۰  په ATN  کې وګوري.

Trending

Exit mobile version