Connect with us

لوبی

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو پایلوبه میوند اتلانو وګټله

خپور شوی

د

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو په پای لوبه کې د سې شنبې پر ورځ میوند چمپینز، هندوکش سترایکرز لوبډلې ته د اووه ویکتو پر توپیر ماتې ورکړه او د اړوند لوبو اتلولي یې خپله کړه.

د هندوکش بریدکوونکې لوبډلې زړه‌راکښونکې توپ‌وهنه وکړه، چې په کې افتاب عالم (۸۳)، دروېش رسولي (۸۰) او شبیر نوري (۶۵) منډې جوړې کړې.

د میوند توپ‌اچوونکیو وکولی شول، چې هندوکش په ۳۳۴ منډو کې ودراوي؛ مجیب ځدراڼ درې ویکتې واخیستې.

میوند په ځواب کې ۳۶۶ منډې جوړې کړې. د دوی د پاڼۍ ځانګړتیا د عمران غوره سلیزه وه؛ اعجاز احمد احمدزي او لوبډلمشر ناصر جمال ترې ښه ملاتړ وکړ او پر ترتیب یې ۷۰ او ۶۷ منډې جوړې کړې.

د میوند اتلانو په دوه‌یمه پاڼۍ کې د هندوکش بریدکوونکې لوبډله یوازې په ۸۷ منډو وسوځیده؛ نسیم منګل پېنځه لوبغاړي وسوځول او بیا دوی د ۵۶ منډو هدف وټاکه او لوبه یې وګټله.

د نسیم منګل ته د غوره توپ‌اچونې له کبله د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړ شوه.

لوبی

د آسیا جام په روزنیزو سیالیو کې د افغانستان او میانمار برخلیک ټاکونکې لوبه

دا لوبه به د سیمه‌ییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.

Published

on

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن پنج‌شنبه د آسیا ملتونو د جام په روزنیزو(مقدماتي) سیالیو کې د میانمار د ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

دا لوبه به د سیمه‌ییز وخت له مخې؛ د غرمي پر ۳ بجو پیل شي او په ځانګړي ډول د آریانا ټلویزیون له لارې په افغانستان کې خپلو لیدونکو ته خپرېږي.

د افغانستان لپاره دا لوبه ځانګړې ارزښت لري؛ ځکه ملي لوبغاړي هڅه کوي، چې په ځواکمنه بڼه لوبه وکړي، د سیمې په سیالیو کې خپل مقام پیاوړی کړي او د لوبډلې د پرمختګ بهیر روان وساتي.

د ملي لوبډلې  مسوولان وایي، چې لوبغاړي به له پاملرنې  سره لوبغالي ته رادننه شي؛ د خپلې لوبډلې پر جوړښت، دفاعي نظم او چټکو هڅو ښه پایه ترلاسه کړي.

دغه راز د میانمار ملي لوبډله هم پر لوړه جذبه لوبغالي ته ننوځي. دا لوبډله د چټکې لوبې او منظم جوړښت له کبله خپله پېژندنه لري او تمه ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ چټکه او زړه‌راکښونکې سیالي ترسره شي.

دا لوبه د آسیا ملتونو د جام د روزنیزو سیالیو یوه برخه ده؛ سیالي، چې په قاره کې پایلوبې ته د رسېدونکو لوبډلو په ټاکلو کې اړین رول لري.

سپورټي کارپوهان وایي، چې په دې لوبه کې بریا کولی شي د افغانستان هیلي راتلونکو پړاوونو لپاره زیاتې کړي او د لوبډلې نړیوال مقام ته هم وده ورکړي.

Continue Reading

لوبی

په کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

Published

on

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال په نړیوال جام کې درېیم مقام خپل کړ.

د افغانستان ملي لوبډلې په ګروپي پړاو کې غوره هڅې درلودې؛ په لومړۍ لوبه کې یې د هنګري لوبډلې ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه، بیا یې روسیې ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د منګولیا لوبډلې ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. په دې توګه د افغانستان لوبډلې له B  ګروپ څخه د ډېرو نمرو پر ترلاسه کولو نیمه پای لوبې ته لار وموندله.

په نیمه پای لوبه کې د افغانستان لوبډلې له خپلو اغېزمنو هڅو سره – سره د ازبکستان لوبډلې ته ۴ پر ۲ ماتې ورکړه.

په هر حال د درجه بندۍ په لوبه کې یو ځل بیا یې خپل واک وښود او د روسیې پر وړاندې یې ۶ پر صفر  پرېکنده بریا خپله او د سیالۍ د برونزو مډال یې ترلاسه کړ.

د وزلوبې ملي لوبډلې په نړۍ کې له درېیم مقام ګټلو وروسته د برونزو پر مډال سربېره د کوکپر نړیوال فډراسیون څخه د ۴۵۰۰۰۰۰ قزاقستانۍ تنګې ( شاوخوا ۵۹۰ زره افغانۍ) جایزه هم ترلاسه کړې ده.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې مجارستان ته ۱۴ پر صفر ماتې ورکړه

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۷, ۱۴۰۴

د افغانستان د وزلوبې ملي لوبډلې په قزاقستان کې د ۲۰۲۶ ز.کال د وزلوبې نړیوالو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د مجارستان پر وړاندې ۱۴ پر صفر بریا خپله کړه.

د قزاقستان ترکستان ښار د وزلوبې د نړیوالو سیالیو کوربتوب لري.

دا سیالۍ د مارچ پر پېنځلسمه پیل شوې او د ۲۰۲۶ ز.کال د مارچ تر یوویشتمې پورې به روانې وي.

د افغانستان، چین، قزاقستان، مجارستان، منګولیا، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او ترکیې لوبډلې په دې سیالیو کې لوبه کوي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!