لوبی

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو په پای لوبه کې هندوکش سترایکرز له میوند اتلانو سره لوبیږي

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۷, ۱۴۰۲)

د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۲۷ ) د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالیو د شپږم پړاو په پای لوبه کې هندوکش بریدکوونکي او میوند اتلان له یو بل سره مخامخ شول.

د ننګرهار ولایت د امان الله خان نړیوال کرکت لوبغالي په دې څلور ورځنۍ لوبه کې میوند چمپینز لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

له پای لوبې څخه مخکې په دې تورنمنت کې له تېرو پېنځه اوونیو راپدیخوا د هندوکش سرایکرز، ماهیپر ستارز، میوند چمپینز او پامیر لیجندز لوبډلو په ګډون ۱۲ لوبې ترسره شوې دي.

هندوکش سترایکرز او میوند چمپینز د امتیازونو په جدول کې د لومړي او دوه‌یم مقام له ګټلو سره پای لوبې ته ورسیدل.

هندوکش څلور لوبې وګټلې، دوه یې مساوي کړې او یوه یې بایللې.

میوند په دې سیالیو کې درې بریاوې، یوه مساوي او دوه ماتې لري.

د احمدشاه ابدالي فرست کلاس سیالۍ د کرکت د کورني جوړښت یوه لویه برخه ده او په افغانستان کې د لوبغاړو او کرکت په وده کې ډېره مرسته کوي.

د هېواد پر کچه د کرکت مینه وال کولی شي، چې له اریانا تلویزیون څخه پر مننه هره ورځ فاینل لوبه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

ژوندۍ خپرونه به د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۲۷ / د سپتمبر ۱۸) د سهار له ۹ بجو پیل او تر جمعې ( د وږي ۳۱ / د سپتمبر ۲۲) پورې روانه وي.

Trending

Exit mobile version