تازه خبرونه
د اختر په ورځو کې زرګونو سیلانیانو د هلمند له بُستکلا څخه لیدنه وکړه
د هلمند اطلاعاتو او کلتور رياست ويلي؛ د اختر په ورځو کې څه باندې ۶ زره سيلانيانو د دې ولايت له تاريخي بُستکلا څخه ليدنه کړې ده.
سيلانيان وايي؛ که دولت د تاريخي سیمو ساتنې او بيارغونې ته پاملرنه ډېره کړي، په راتلونکي کې به ډېر کورني او بهرني سيلانيان له دغو ځايونو ليدنه وکړي.
عبدالرحمن نومي سيلاني ويلي: له دولت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې دغو تاريخي سيمو ته زياته پاملرنه وکړي.
یو بل سیاح عزت الله هم ویلي: مونږ له اسلامي امارت څخه د دې ځای د بیارغونې غوښتنه کوو، چې ورسره د سیلانیانو شمېر زیات شي.
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست وايي، چې سږ کال د بست د تاريخي سيمې درې برخې رغول کېږي.
د بُستکلا په هلمند کې یو له لسګونو تاریخي ځایونو څخه ده، چې د تاریخ پوهانو د څرګندونو له مخې د نوشیروان پاچا په وخت کې جوړه شوې او ۲ زره ۵۰۰ کلن لرغونی تاریخ لري.