سیمه ییز خبرونه
د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره ولسي كمپاين ته اړتيا ده
د افغانستان رڼښت ټولنه وايي:
له اداري فساد سره په مبارزه كې د خلكو رول ډېرمهم دى.
د دولتي چارواكو د شتمنيو د ثبت ادارې رييس وايي:
ترهغې، چې دولت په رښنيتي توگه له اداري فساد سره مبارزې ته اراده ونكړي، دا ستونزه به په افغانستان كې شتون ولري.
په دولتي بنسټونو كې د اداري فساد شتون سياسي بهيرونه، ملي او نړيوال بنسټونه اړ كړي، چې پر دولت نيوكې وكړي.
د افغانستان د رڼښت ټولنې رييس يما ترابي د دسامبر د نهمې نېټې(د ليندۍ ۱۹) په مناسبت، چې له فساد سره د مبارزې نړيواله ورځ غوره شوې، په كابل كې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې لپاره د ولسي كمپاين اړتيا څرگنده كړه.
نوموړى ټينگار كوي، چې:
د افغانستان د رڼښت ټولنې له درې كلونو را پديخوا په اووه ولايتونو كې له اداري فساد سره د مبارزې كمپاين پيل كړى. خلك په دې ولايتونو كې توانيدلي، چې له درې سوه ډېرې پروژې تر څار او څېړنې لاندې ونيسي.
د دولتي چارواكو د شتمنيو د ثبت ادارې رييس نادر محسني او د مشرانو جرگې لومړى مرستيال محمد علم ايزديار په دولتي ادارو كې د مخ پر زياتيدونكي فساد په اړه اندېښنې وښودې.
دوى ټينگاركوي، چې دولت دې د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره رښتينې اراده وكړي.
په كابل كې د امريكا د سفير مرستيال استيفن مك فارلند وايي:
له بده مرغه د افغانستان لپاره د مرسته شويو پيسو يوه برخه، چې د پوهنې، روغتيا او امنيت د پراختيا لپاره ځانگړي شوي، په دولتي ادارو كې د فساد په دليل د وسله والو مخالفينو او د نشه يې توكو د مافيا جيبونو ته ځي.
دا څرگندونې په داسې حال كې كيږي، چې د رڼښت نړيوال سازمان افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو په سر كې ښودلى، چې اداري فساد په كې ډېر دى؛ خو دولتي چارواكو د دې ټولنې رپوټ په كلكه رد كړاو دا رپوټ يې يوه سياسي لوبه ونوموله.