تازه خبرونه
د اروپا بشري فورم د افغانستان د بحران پر ریښو خبرې کوي
د تېر کال غونډه د نړیوالو بشري اړتیاوو د زیاتېدو، د بشري مرستو د کمېدو، د مرستو د سیاسي کولو او د مخ پر زیاتېدونکي زیان منونکو زیاتوالي او د اقلیمي بدلون له کبله جوړه شوه.
تمه ده کیږي، چې د اروپا بشري فورم د دوه ورځني کنفرانس څلورمه غونډه به د دوشنبې پر ورځ په بروکسل کې پیل شي، چې لسګونه برخهوال به په کې راټول او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه بحث وکړي او د ستونزو لپاره به دوامداره حل لارې ولټوي.
په افغانستان کې اروپايي ټولنې د دوشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا غونډه به “د افغانستان د بحران بنسټیز لاملونه پر ګوته او د نوښتګرو او دوامداره حل لارو لپاره سیمهییزې همکارۍ ته وده ورکړي”.
د تېر کال غونډه د نړیوالو بشري اړتیاوو د زیاتېدو، د بشري مرستو د کمېدو، د مرستو د سیاسي کولو او د مخ پر زیاتېدونکي زیان منونکو زیاتوالي او د اقلیمي بدلون له کبله جوړه شوه.
د سږ کال غونډه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستو پروګرامونو ته د بودجې له کمولو وروسته تر سره کیږي، چې ډېری یې نېغ پر نېغه له افغانستان سره تړاو لري.
واشنګټن یو لوی بشري مرسته کوونکی و. په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو ټولنې او د هغې ادارو ته.
د بودجې کمولو لپاره د هغه هڅې د مرستندویه بنسټونو او زیان منونکو هېوادونو ترمنځ اندېښنې راپورته کړې.
