تازه خبرونه
د ازبکستان او افغانستان استازو د سیمهییزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ آسیا د مشورتي خبرو د لومړنۍ ناستې په څنډه کې د ازبکستان جمهوریت بهرنیو چارو وزارت له مرستیال بابر عثمانوف سره د لیدنې پر مهال د اړیکو د پیاوړتیا، فرصتونو او د سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ازبکستان جمهوریت له لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې له ګډون مننه وکړه او ټینګار کوي، چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرو په لومړنۍ ناسته کې به د وړاندې شویو اندونو او وړاندیزونو په رڼا کې پر راتلونکو ګامونو ګډ کار وشي.
امیرخان متقي د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړیکو پرمختګ مثبت وباله او د نورې همغزۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار څرګند کړ.
دغه راز بابر عثمانوف د دې سیمهییز نوښت له رامنځته کېدا د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ د کابل او تاشکند ترمنځ د اړیکو د وروستیو پرمختګونو په اړه توضیحات وړاندې کړل او د نورو دېرو همکاریو پر غخېدا یې هم ټینګار وکړ.
ویل کیږي، چې د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هم په کابل کې د ازبکستان د صنعتي پراختیا او درملو تولید څانګې له مشر عبدالله عزیزوف او له مل پلاوي سره په خپل دفتر کې لیدلي دي.
تازه خبرونه
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي مړینه «پېښه» وبلل شوه
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
ټکزاس ټربیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې په بندخونه کې د افغان وګړي او د امریکا د ځانګړو ځواکونو د پخواني همکار محمد نظیر پکتیاوال مړینه د امریکايي چارواکو له لوري «پېښه» بلل شوې ده.
د مړینې د سند له مخې، ۴۱ کلن پکتیاوال د یوې ناڅرګندې مادې له کبله د شدید حساسیتي غبرګون (انافیلاکسي) په پایله کې مړ شوی دی.
په سند کې راغلي، چې دغه حساسیتي غبرګون د هغه د سالنډۍ ناروغي هم سخته کړې وه او مړینه یې د مارچ پر څوارلسمه د ډالاس په یوه روغتون کې د «پېښې» په توګه ثبت شوې ده.
د ټکزاس ټربیون د راپور له مخې، پکتیاوال نږدې لس کاله په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو ترڅنګ جګړه کړې وه. نوموړی په ۲۰۲۱ زېږدیز کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا ته ولېږدول شو. هغه د قانوني بهیر له لارې امریکا ته تللی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه؛ خو د پناه غوښتنې دوسیه یې اوس هم تر ارزونې لاندې وه، چې د مارچ پر دیارلسمه د ټکزاس ایالت په خپل کور کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې د مامورانو لهخوا ونیول شو.
د افغان کډوالو د حقونو ملاتړې ډلې «ایواک» او د امریکا د کانګرس دوه غړو د هغه د مړي د طبي کتنې د راپور خپرولو غوښتنه کړې ده.
هغوی وایي؛ د پکتیاوال کورنۍ حق لري پوه شي، چې کومې مادې دا مرګونی حساسیتي غبرګون رامنځته کړی او دا ماده څنګه د هغه بدن ته رسېدلې ده.
د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې له دې مخکې ویلي وه، چې پکتیاوال د بندخونې د منلو پر مهال د هر ډول ناروغۍ او حساسیت له لرلو انکار کړی و؛ خو څو ساعته وروسته له ساه لنډۍ او د سینې له درد سره مخ شو او روغتون ته ولېږدول شو. نوموړی د بلې ورځې سهار د ژبې له پړسوب وروسته د ډاکټرانو د ژغورنې له هڅو سره ـ سره، مړ شو.
د راپور له مخې، د محمد نظیر پکتیاوال کورنۍ د هغه د مړینې د څرنګوالي د روښانېدا غوښتنه کوي.
په همدې حال کې د ډالاس سیمهییزو چارواکو د روانو څېړنو له کبله تر اوسه د مړي د طبي کتنې د راپور له خپرولو ډډه کړې ده.
تازه خبرونه
افغانستان د نړۍ د بېځایه کېدا له سترو بحرانونو سره مخ دی – ملګري ملتونه
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بېوزلۍ، وچکالۍ، زلزلو او د کډوالو د پراخه بېرته ستنېدا له کبله د نړۍ له سترو بېځایه کېدا له بحرانونو سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام(یو ان ډي پي) د تازه راپور له مخې؛ کمزوری اقتصاد، څلور لسیزې جګړه، د ۲.۷ میلیون کډوالو بېرته ستنېدل، د اقلیمي بدلونونو اغېزو زیاتوالی او د ښځو د ګډون کمېدا د خلکو پر ژوند او بنسټیزو خدمتونو فشارونه ډېر کړي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام مشر الکساندر ډي کرو، چې افغانستان ته یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر له پلاوي سره یوځای سفر کړی ویلي:« په افغانستان کې بحرانونه ډېر کم پر بېلابېله بڼه رامنځته کېږي.»
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د څرګندونو له مخې؛ دا مهال د افغانستان ۷۴ سلنه وګړي، چې شاوخوا ۲۹ میلیون کسان کېږي، د خپل ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نهلري.
دې ادارې ویلي، چې د کوربه ټولنو او بېځایه شویو کسانو د ملاتړ له لارې د هغوی د بیا رغونې او له بېرته ستنېدا څخه د تلپاتې رغېدا پړاو ته د رسېدا لپاره هڅې کوي.
د ملګرو ملتونو دغو چارواکو د خپل سفر پر مهال په جلالآباد کې د زلزلې له زیانمنو شویو ټولنو او په دره سلطان کې د بیا رغونې له پروژو هم لیدنه وکړه. په دغو پروژو کې د سېلابونو پر وړاندې د ساتنې، د اوبولګولو د سیسټمونو د ښهوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو چارې شاملې دي.
ملګرو ملتونو همدارنګه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي اماني صندوق له لارې په کندوز او بغلان ولایتونو کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو، کورنیو بېځایه شویو او کوربه ټولنو د ملاتړ پروژې پلي کوي. په دغو پروژو کې د ماینونو پاکول، د بنسټیزو پروژو پلي کول او د سلګونو کورنیو لپاره د دایمي سرپناه برابرول شامل دي.
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ سي آر) ویلي، چې په ۲۰۲۶ زېږدیز کال کې به له ۵۷۰ زره ډېر افغانان بیا مېشتېدا ته اړتیا ولري.
دې ادارې ټینګار کړی، چې د بیا مېشتېدا، زدهکړو، کارموندنې او د کورنیو د بېرته یوځای کېدا د فرصتونو د پراخولو لپاره به خپلې هڅې روانې وساتي.
تازه خبرونه
د افغانستان لومړنی ستورمزلی عبدالاحد مومند د کابل په مرنجان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو
د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د افغانستان د لومړني ستورمزلي عبدالاحد مومند مړی، چې له جرمني څخه هېواد ته لېږدول شوی و؛ د دوشنبې پر ورځ په کابل کې پر ځانګړو رسمي مراسمو خاورو ته وسپارل شو.
د مومند د جنازې لمونځ د هغه د کورنۍ د غړو، د هېواد د یو شمېر اوسېدونکو او د اسلامي امارت د چارواکو په ګډون په عیدګاه جومات کې ادا شو؛ وروسته یې مړی پر رسمي مراسمو د مرنجان غونډۍ ته ولېږدول شو او هلته خاورو ته وسپارل شو.
د اسلامي امارت چارواکو په دې مراسمو کې عبدالاحد مومند د هېواد له مخکښو علمي څېرو څخه وباله او ټینګار یې وکړ، چې ځوان نسل باید له ده ته ورته شخصیتونو الهام واخلي.
عبدالاحد مومند په ۱۹۸۸زېږدیز کال کې لومړنی افغان و، چې فضا ته یې سفر وکړ.
نوموړي په ۲۹ کلنۍ کې د پخواني شوروي اتحاد په فضايي ماموریت کې د «میر» فضايي تمځي ته سفر وکړ او نهه ورځې یې په فضا کې تېرې کړې. دا هغه تاریخي بریا وه، چې د مومند نوم یې د افغانستان په تاریخ کې تلپاتې کړ.
مومند د روان کال د غبرګولي پر دېرشمه د سرطان له ناروغۍ سره له اوږدې مبارزې وروسته د ۶۷ کلونو پر عمر د جرمني په یوه روغتون کې مړ شو. سره له دې، چې نوموړي افغانستان د ستورمزلۍ ډګر ته ورپېژاند؛ خو د هېواد فضايي فعالیتونه په وروستیو لسیزو کې درېدلي او د افغانستان فضايي انسټېټیوټ اوس هم غیرفعال دی.
-
تازه خبرونه5 days agoد افغانستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days agoد ملګروملتونو دوه چارواکي کابل ته راورسېدل
-
تازه خبرونه5 days agoیوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
-
International Sports2 days agoفرانسې او مراکش د فوټبال نړیوال جام منځلوبو یا اته غوره پړاو ته لار وموندله
-
تازه خبرونه2 days agoد افغان ډیپلوماټیکو استازولیو هڅې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره اړینې دي
-
لوبی1 day agoپه نړیوال جام کې د ټرمپ ناندریزه سلاسوهنه؛ فیفا بالوګون ته د بلجیم پر وړاندې د لوبې اجازه ورکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد هرات والي او د ترکمنستان د کونسلګرۍ مرستیال پر ټاپي پروژې او ګډ نندارتون خبرې وکړې
-
ساینس او ټیکنالوژي21 hours agoناسا د سپوږمۍ او مریخ د یوکلن تمثیلي ماموریت لپاره د رضاکارانو نوملیکنه پیل کړه
