سیمه ییز خبرونه
د اسد الله خالد د ټپي كيدو قضيه دې په جدي توگه وڅېړل شي- حامد كرزى
افغان ولسمشرحامد كرزې غوښتنه وكړه، چې:
د افغانستان د ملي امنيت د عمومي رييس اسد الله خالد د ټپي كيدو قضيه دې په جدي توگه وڅېړل شي.
ولسمشر وايي، چې:
د افغانستان او پاكستان ترمنځ په تركيه كې خبرې كيږي او له اسلام اباد څخه به په كلكه وغوښتل شي، چې د كويتې شورا له بريدونو څخه افغان دولت ته خبر وركړي.
افغان ولسمشر يو ځل بيا ټينگار وكړ، چې:
د سولې بهير به وغزول شي.
ولسمشر حامد كرزي په داسې حال كې، چې د ملي امنيت د عمومي رييس د سرښندونو ستاينه يې وكړه د هېواد پر امنيتي بنسټونو هم نيوكه وكړه او غوښتنه يې وكړه، چې:
د بدنې پلټنو په برخه كې دې نيمگرتياوې له منځه يوړل شي.
افغان ولسمشر حامد كرزي د افغانستان د ملي امنيت پر رييس بريد پيچلى او سازمان شوى بولي او زياتوي:
بريد كوونكې د دې لپاره تر اسد الله خالده ځان ورساوه، چې د افغانستان حكومت يو خلاص حكومت دى او چارواكي يې له هرچا سره ليدنه كوي. دغه بريد كوونكى ته د ميلمه په سترگه كتل شوي او سم پلټل شوى نه دى.
ولسمشر پر اسد الله خالد شوى بريد پر استاد ربانې تر سره شوي بريد ته ورته بولي او زياتوي، چې:
د افغانستان خلك د پاكستان پر نيت شك لرې؛ ځكه، چې پاكستان له يوې خوا له افغانستان سره د دوستۍ ، ښه گاونډيتوب او ښه نيت خبرې كوي او له بلې خوا د افغانستان لوړ پوړى چاوراكي تروركوي.
نوموړى پر اسد الله خالد په شوى بريد كې د پاكستان د لاس لرلو په اړه زياته كړه، چې:
دا مسله به له څېړنو وروسته ښكاره شي.
د افغانستان د ملي امنيت رييس اسد الله خالد دوه ورځې وړاندې په خپل ميلمستون كې د هغه كس له خوا په ځانمرگې بريد كې ټپي شو، چې د وسله والو طالبانو د سولې پيغام يې رواړى و.
د يادونې وړ ده، چې د ملي امنيت عمومي رييس اسدالله خالد اوس هم د بگرام هوايي ډگر د بهرنيانو په روغتون كې تر درملنې لاندى دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړښودل شوى.