نړۍ

د اسرائیلو په بریدونو کې د حوثیانو لومړی وزیر ووژل شو

د یادې رسنۍ د راپور له مخې؛ د پنجشنبې پر ورځ په برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي، خو د هغوی د هویت په اړه نور جزئیات خپاره شوي ندي.

Published

on

د حوثیانو پورې تړلې خبري سرچینې د شنبې پر ورځ د سترې سیاسي شورا د مشر مهدي المشاط د څرګندونو له مخې تائید کړه، چې د یمن حکومت لومړی وزیر او څو وزیران په صنعا ښار کې د اسرائیلو د هوايي بریدونو له کبله ووژل شول.

د یادې رسنۍ د راپور له مخې؛ د پنجشنبې پر ورځ په برید کې یو شمېر نور کسان هم ټپیان شوي، خو د هغوی د هویت په اړه نور جزئیات خپاره شوي ندي.

رویټرز خبري سرچینې لیکلي، چې اسرائیل د جمعې پر ورځ اعلان کړه، چې د برید هدف د دفتر مشر، د دفاع وزیر او څو نور لوړ پوړي حوثي چارواکي وه، چې اوسمهال یې د پایلو په اړه څېړنه روانه ده.

که څه هم المشاط په خپلو څرګندونو کې ونه ویل، چې آیا دفاع وزیر په قربانیانو کې شته یا نه؛ خو رویټرز خبري سرچینې ویلي، چې د لومړي وزیر د مړینې له تائید وروسته د حوثیانو خبري آژانس د دفاع وزیر محمد العتیفي خبرې خپرې کړي، چې په کې ټینګار شوی؛ حوثي ډله له اسرائیلو سره د مقابلې لپاره چمتو ده. دا اوس څرګنده نده، چې دا څرګندونې له دې هوايي برید څخه مخکې ثبت شوي او که وروسته.

د رویټرز د راپور له مخې؛ احمد غالب الرحوي نږدې یو کال دمخه د پارلمان د مشر په توګه وټاکل شو؛ خو د هغه رول تر ډېره حده رسمی و. د حکومت اصلي مشري د هغه د مرستیال محمد مفتاح په لاس کې وه. د الرحوي له وژل کېدو وروسته مفتاح د چارسمبالي یا سرپرست لومړي په توګه وټاکل شو.

رویټرز زیاته کړې، چې د دفاع وزیر محمد العتیفي د حوثیانو “راکټ لواګانو” قومندان دی او د راکټي وسلو په برخه کې د دې ډلې د مخکښ ماهر په توګه پېژندل کیږي.

د اسرائیلي چارواکو پر وینا؛ اسرائیلي پوځ ویلي؛ د دوی جنګي الوتکو د صنعا په سیمه کې یو ودانۍ پر نښه کړه، چې لوړ پوړي حوثي چارواکي سره ناست ول. دا عملیات د اسرائیلي پوځ لخوا “پېچلي” بلل شوي او د استخباراتو او هوايي برترۍ له کبله ممکن شوي دي.

رویټرز لیکلي؛ د اسرائیلو امنیتي سرچینو د پنجشنبې پر ورځ ویلي؛ بریدونو د لوړ پوړو حوثي چارواکو څو غونډې پر نښه کړي، چې د ډلې د مشر عبدالمالک الحوثي له‌خوا د ټلویزیوني وینا لیدلو لپاره سره ناست ول.

رویټرز داغ هم ویلي؛ حوثیانو په غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو د جګړې له پیل راپدېخوا (اکتوبر ۲۰۲۳) څو ځله په سره سمندر کې د دوی کښتۍ پر نښه کړي او دا عمل یې له “فلسطینیانو سره د پیوستون” نښه یاده کړې ده.

Trending

Exit mobile version