سیمه ییز خبرونه
د اسرائیلو په پراخو بریدونو کې د ایران پوځي او اتومي مشران ووژل شول
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د نطنز اټومي تاسیساتو په ګډون په حساسو تاسیساتو کې چاودنې وشوې او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قومندان حسین سلامي په یوه برید کې ووژل شو. دوه اټومي ساینس پوهان؛ فریدون عباسي او محمد مهدي طهرانچي هم په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
اسرائیلو نن د جمعې پر سهار( د غبرګولي درویشتمه) د ایران پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړل، چې په کې اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو فابریکې، اټومي مشران او پوځي قومندانان پر نښه شول.
د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د نطنز اټومي تاسیساتو په ګډون په حساسو تاسیساتو کې چاودنې وشوې او د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قومندان حسین سلامي په یوه برید کې ووژل شو. دوه اټومي ساینس پوهان؛ فریدون عباسي او محمد مهدي طهرانچي هم په هوايي بریدونو کې ووژل شول.
اسرائیل بېړنی حالت اعلان کړی او د بنګوریون هوايي ډګر یې تړلی دی. اسرائیلي پوځ ویلي، چې ایران په څو ورځو کې د ۱۵ اټومي بمونو جوړولو وړتیا لري.
د ایران رهبر آیت الله علي خامنهیي دا برید یو “خونړی جنایت” وباله او د اسرائیلو لپاره یې د “تریخ برخلیک” خبرداری ورکړ.
موساد هم د ایران د هوايي دفاع سیسټمونو او توغندیو ځایونو د ویجاړولو لپاره پټ عملیات ترسره کړي دي.
امریکا ویلي، چې په بریدونو کې ښکېل نه و؛ خو که څه هم رسنیو د اسرائیلو او واشنګټن ترمنځ له همغږۍ راپور ورکړی دی.
ویل کیږي، چې له دې سره په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي انرژۍ په اړه خبرې اترې پر ټپه ودرېدې او نړیوالو بازارونو د ونډو د بیو د راټیټیدو او د تېلو د بیو له لوړیدو سره غبرګون ښودلی دی.
