تازه خبرونه
د اسرائیلو پوځ ایرانیانو ته خبرداری ورکړ
دا خبرداری، چې د ټولنیزو رسنیو او نړیوالو رسنیو له لارې خپور شو؛ ټینګار کوي، چې په دې سیمو کې پاتې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د اسرائیلو پوځ نن (یکشنبه د غبرګولي پېنخهویشتمه) یوه خبرتیا خپره کړه او له ایرانیانو یې وغوښتل، چې اوسمهال د پوځي وسلو کارخونو او حکومتي ادارو ته له نږدې سیمو څخه ووځي.
دا خبرداری، چې د ټولنیزو رسنیو او نړیوالو رسنیو له لارې خپور شو؛ ټینګار کوي، چې په دې سیمو کې پاتې کېدل د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دا خبرداری د ایران د پوځي او اټومي تاسیساتو په ګډون پر پارچین او نطنز اډو د اسرائیلو د بریدونو له زیاتوالي وروسته خپور شو.
دا خبرتیا د ایران لخوا پر اسرائیلو د لویو توغندیزو او هوایي بریدونو وروسته خپره شوه، چې ۱۴ کسان یې ووژل او له ۲۰۰ څخه ډېر یې ټپیان کړل.
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې د ایران پر پوځي بنسټونو راتلونکي بریدونه به ډېر سخت وي.
سيانان د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې ویلي، چې دا خبرداری د ملکي تلفاتو د کمولو لپاره ورکړ شوی؛ خو ځینې شنونکي دا د تل ابیب د رواني جګړې یوه برخه ګڼي.
ایراني چارواکو دا خبرداری “رواني ترهګري” بللې او له خلکو یې غوښتي، چې ارام پاتې شي.
ملګرو ملتونو له دواړو خواوو څخه د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې ده.