سیمه ییز خبرونه
د اسرائیلو ګواښونه پخپل حال پاتې دي- امیر حاتمي
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېر جون کې اسرائیلو او امریکا د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران اټومي تاسیسات تر بریدونو لاندې راوستل او تهران هم د څو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر توغولو اسرائیلو او امریکا وګواښل.
د ایران دولتي رسنیو د یکشنبې پر ورځ( د زمري دیارلسمه) د پوځ د مشر امیر حاتمي د څرګندونو له مخېڅرګنده کړې، چې د اسرائیلو ګواښونه اوس هم روان دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په تېر جون کې اسرائیلو او امریکا د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د ایران اټومي تاسیسات تر بریدونو لاندې راوستل او تهران هم د څو توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پر توغولو اسرائیلو او امریکا وګواښل.
د ایرنا رسمي خبري سرچینې د امیر حاتمي د څرګندونو له مخې ویلي: “یو سلنه ګواښ باید د ۱۰۰ سلنه ګواښ په توګه وګڼل شي. مونږ باید دښمن کم ونهګڼو او ګواښونه یې پای ته رسېذلي ونه شمېرو.”
هغه زیاته کړې؛ د اسلامي جمهوریت د توغندیو او ډرون ځواک “د عملیاتو لپاره ولاړ او چمتو دی”.
تېره میاشت د اسرائیلو دفاع وزیر ایسرائیل کاټز خبرداری ورکړ، چې که هېواد یې وګواښ شي؛ نو بیا به پر ایران برید وکړي.