تازه خبرونه

د اسلامي امارت استازیو ته دې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په ناستو کې د ګډون حق ورکړ شي – حقاني

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱, ۱۴۰۲)

کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د یکشنبې پر ورځ ( د غویي ۳۱ ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له استازې روزا اوتونبایوا سره د لیدنې پرمهال د دې ټولنې په غونډو کې د اسلامي امارت د استازیو د ګډون غوښتنه وکړه.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې سراج الدین حقاني میرمن اوتونبایوا ته وویل: د اسلامي امارت استازیو ته باید د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون حق ورکړشي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو له هڅو ستاینه وکړه او څرګندوي، چې په تېرو دوه کلونو کې د امنیت کچه له بدلون سره مخ شوې ده.

دغه راز د دغه بنسټ استازې روزا اوتونبایوا ویلي: په دې وروستیو کې د افغانستان امنیت د پام وړ ښه شوی او له لریو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.

اوتونبایوا دغه راز زیاته کړې، چې له ستونزو سره سره یې په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې روانې ساتلې دي.

روزا اوتونبایوا له ۲۰۲۲ ز. کال راپدیخوا د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشره ده.

Trending

Exit mobile version