سوداگري

د اسلامي امارت اقتصادي کمیسیون له ډبرو سکرو څخه د انرژۍ تولید ته لومړیتوب ورکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۱)

د لومړي وزیر لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمیسیون د شنبې پر ورځ (د غویی ۳ ) له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ته پر لومړیتوب پرېکړه وکړه.

د لومړي مرستیال له مطبوعاتي دفتره په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې اقتصادي کمیسیون په ټولو سکتورونو کې، چې خصوصي سکتور په کې پانګونې ته چمتو دی؛ له هر اړخیز بحث وروسته د انرژۍ تولید ته لومړیتوب ورکړ.

په دغه کمیسیون کې د انرژۍ او اوبو، کانونو او پټرولیم، د صنایعو او سوداګرۍ وزارتونو، د صنایعو او کانونو او همدارنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده وسپارل شوه، چې په صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او سیمو کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ته لومړیتوب ورکړي؛ حجم او د انرژۍ اړتیاوې په ګوته او په دې برخه کې کار پیل کړي.

افغانستان اوسمهال د اوبو د برښنا له څو فابریکو، فوسیلي تېلو او لمریزو تختو له کارولو ۶۰۰ میګاواټو ډېره برښنا تولیدوي. که څه هم، ۶۷۰ میګاواټه نوره اضافي هغه له ګاونډ هېوادونو؛ ایران، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه واردوي. افغانستان د ۷۳ میلیون ټنه ثابتو سکرو زیرمې لري، چې په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ ۶۲ هېواد شمېرل شوی دی.

همدارنګه یو شمېر نور اټکلونه یې د ۱۰۰ او ۴۰۰ میلیون ټنو ترمنځ ښیي.

افغانستان له لسیزو راپدیخوا سره له دې، چې د اوبو د پراخو زیرمو، ډبرو سکرو او د فوسیلي سونګ توکو لرونکی هېوتد دی؛ خو بیا هم د برښنا له کمښته ځوریږي.

دغه راز مونږ په هېواد کې د بیات پاور له لارې یو بریالی خصوصي مشارکت لرو، چې د افغانستان د ګازي برښنا د تولید ترټولو لوی شرکت دی او په سیمه کې د ګازو ترټولو پرمختللې برښنایي فابریکه ده.

د انرژۍ دې مرکز د خپل سوداګریز تړون له لارې په ۲۰۱۹ کې کار پیل کړی او په افغانستان کې زرګونه خلکو ته د باور وړ او ارزانه برښنا چمتو کوي.

Trending

Exit mobile version