تازه خبرونه
د اسلامي امارت او ایران سیالانو پر کډوالو، غزې او دوه اړخیزو اړیکو ټیلیفوني خبرې وکړې
په دې خبرو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د غزې د تړانګې بشري وضعیت مهم وباله او ټینګار یې کړی، چې اغېزمن اسلامي هېوادونه باید د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره او د اسرائیلي رژیم لخوا د غزې پر خلکو د روانې لوږې او ډلهییزې نسلي وژنې مخه ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیر خان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د اړینو دوه اړخیزو مسلو، په غزه کې د بشري وضعیت او له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
په دې خبرو کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د غزې د تړانګې بشري وضعیت مهم وباله او ټینګار یې کړی، چې اغېزمن اسلامي هېوادونه باید د غزې د مظلومو خلکو پر وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره او د اسرائیلي رژیم لخوا د غزې پر خلکو د روانې لوږې او ډلهییزې نسلي وژنې مخه ونیسي.
همدارنګه امیر خان متقي له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې او د تدریجي وتلو اصل د رعایت او د کډوالو د بېرته ستنولو په وخت کې د هغو د عزت او انساني کرامت د ساتلو غوښتنه وکړه.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ؛ هېواد به یې هڅه وکړي د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر داسې تدریجي او باعزته اداره کړي، چې د ټولو حقونه خوندي پاتې شي.
د غزې د وضعیت په اړه سید عباس عراقچي ویلي؛ د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو یوه ناسته باید ترسره شي، چې په کې د غزې د کړکېچ د پای ته رسولو لپاره د نظرونو تبادله او پرېکړې رامنځته شي.
دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کیږي، چې د افغانستان او ایران ترمنځ اړیکې له مهمو پړاوونو تېریږي او د کډوالو مسله د دواړو هېوادونو ترمنځ یو له مهمو ننګونو ګرځېدلې ده.