تازه خبرونه
د اسلامي امارت بهرنيو چارو وزير د پاکستان د پوځ له مشر سره وکتل
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال منیر عاصم سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول پر امنیتي مسایلو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره د سیمهییز امنیت، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.
پاکستانيو رسنیو راپور ورکړی، چې منیر له متقي سره په لیدنه کې د ترهګرۍ او افراطیت له ګډو ننګونو سره د مبارزې لپاره د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همکارۍ د زیاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د ادارې (ISPR) لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ متقي د خپل څلور ورځني سفر په بهیر کې د پوځ له مشر سره لیدلي دي.
دواړو مشرانو د سیمهییز امنیت، د سرحدونو د مدیریت او په اوسني امنیتي چاپېریال کې د ښه والي لپاره د دوه اړخیزو امنیتي میکانیزمونو د رسمي کولو په ګډون د دوه اړخیزو ګټو پر مسایلو خبرې کړې دي.
جیو نیوز راپور ورکړی، چې د پاکستان د پوځ مشر د دوه اړخیزو ګټو په مسایلو کې له اسلامي امارت څخه د بشپړ ملاتړ او ژمنې اړتیا هم تکرار کړه.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو اندېښنو مسایلو ته د رسیدو لپاره د منظم تماس د ساتلو پر اهمیت هوکړه وکړه.
وروسته، د پوځ مشر د باثباته، سولهییز او سوکاله افغانستان لپاره د پاکستان ژمنې بیا تکرار کړې.
اسلامي امارت ویلي، چې متقي او ورسره مل پلاوي یې د شنبې پر ماښام په اسلامآباد کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره وکتل او د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي او سوداګریزو مسایلو خبرې وشوې.