تازه خبرونه

د اسلامي امارت د رهبر د نیولو د امر له کبله د هاګ محکمه پر دوه ګوني چلند تورنه شوه

هغه په ​​ټیلیګرام کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي.

Published

on

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د مشر د نیولو د امر له صادرولو وروسته د روسیې د سنا مرستیال کونستانتین کوساچوف هاک محکمه پر دوه ګوني چلند تورنه کړه او څرګندوي؛ دا د نیولو امر له هغې وروسته صادر شو، چې مسکو اسلامي امارت پر رسمیت وپېژاند.

هغه په ​​ټیلیګرام کې لیکلي، چې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو جنګي جرمونه له پامه غورځولي دي.

کونستانتین کوساچوف زیاته کړې: “ټول کلي، ښوونځي او روغتونونه ویجاړ شول. ښځې او ماشومان ووژل شول؛ خو هیڅ پرېکړه نده صادره شوې.”

د روسيې د سنا مرستیال دا یادونه هم کړې، چې حتا د امریکایي ځواکونو د پلټنې کوچنۍ هڅې هم هیڅ ځای ته ونه رسېدې.

روسیه لومړنی هېواد و، چې یوه اوونۍ مخکې یې د افغانستان اسلامي امارت پر رسمیت پېژندلی دی.

د یادونې ده، چې د روانې اوونۍ د سې‌شنبې پر ورځ په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د اسلامي امارت د مشر او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو امرونه صادر کړل.

Trending

Exit mobile version