تازه خبرونه

د اسلامي امارت د پلاوي د سفر موخه د مجرمو افغان کډوالو بېرته ستنېدا ده – د اتریش لومړی وزیر

سټوکر د اتریش له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا خبرې اترې په ویانا کې پر تخنیکي کچه ترسره کیږي او اتریش د سوریې په ګډون نورو هېوادونو ته د کډوالو د بېرته لېږلو په برخه کې ورته چلند ترسره کړی دی.

Published

on

اتریش ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر په اړه د پراخو نیوکو په غبرګون کې د دې هېواد لومړي وزیر کریسټین سټوکر ویلي، چې دا سفر یوازې د مجرمو افغان کډوالو د بېرته ستنېدا په اړه د خبرو اترو لپاره و او د اسلامي امارت د تائید یا رسمیت پېژندنې معنا نلري.

سټوکر د اتریش له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې دا خبرې اترې په ویانا کې پر تخنیکي کچه ترسره کیږي او اتریش د سوریې په ګډون نورو هېوادونو ته د کډوالو د بېرته لېږلو په برخه کې ورته چلند ترسره کړی دی.

هغه ټینګار کړی: “داسې نه ده، چې مونږ له رژیم ملاتړ کوو؛ ځکه، چې مونږ غواړو مجرم خلک افغانستان ته ستانه کړو. اتریش سوریې ته د اخراج په برخه کې ورته چلند کړی دی. پر منځنۍ کچه هره ورځ له اتریش څخه ۳۵ کسان پخپله خوښه یا جبري ستنیږي او شاوخوا نیمایي هغه کسان، چې جبري ایستل شوي جرمونه یې کړي دي.”

د اتریش کورنیو چارو وزارت د سپټمبر پر شلمه هېواد ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر تائید کړی او وایي، چې پلاوی د مهاجرت او کډوالو له ادارې سره پر همکارۍ لږ تر لږه ۲۰ افغانان “مجرمین” پېژندلي دي.

دې سفر د اتریش د سیاسي ګوندونو، په ځانګړي توګه د سوسیال ډیموکراټیک ګوند او زرغون ګوند له سختو غبرګونونو سره مخ شو.

له دې مخکې ځینو رسنیو راپور ورکړی و، چې دې پېنځه کسیز پلاوی د اتریش له چارواکو سره د افغانستان د سیاسي استازیتوب او قونسلي خدماتو اړوند مسلو په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version