تازه خبرونه

د اسلامي امارت مشرتابه په افغانستان کې د بنګو کرکیله بنده کړه  

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۱)

د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې؛ له دې وروسته هیڅوک نشي کولی په خپلو ځمکو کې د بنګو بوټي وکري.

په دغه فرمان کې ملا هبت الله اخندزاده د کورنیو چارو وزارت او نورو تحقیقاتي ادارو ته امر کړی چې سرغړونکي محاکمې ته وروپېژني او هم یې محکمو ته امر کړی چې د شریعت له احکامو سره سم دا کسان مجازات کړي.

د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم کې راغلي: په ټول افغانستان کې د بنګو بوټي کښت په بشپړه توګه منع دی او له دې وروسته هیڅوک نه‌شي کولی، چې په خپلو ځمکو کې بنګ وکري. که څوک بنګ وکري؛  فصل به یې له منځه ځي او کروندګر ته به د اسلامي شریعت له مخې سزا ورکول کیږي.

دغه راز د اسلامي امارت مشرتابه شیخ هبة الله آخوندزاده په يو بل حکم کې د دولتي ادارو له مسوولينو غوښتي، چې خپل زامن او نږدې خپلوان دې په خپلو ادارو کې نه استخداموي او که چارواکو خپل زامن ګومارلي وي، باید له دندو یې وباسي.

د اسلامي امارت په دې حکم کې راغلي: په دولتي دفتر کې دندې باید د کورنۍ اړیکو یا د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ نه وي. که چارواکو خپل زوی په خپل دفتر کې ګومارلی وي؛ د دې حکم له اعلان وروسته باید له دندې وایستل شي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې؛ په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له منع کیدو یو کال وروسته دا دی اوس د هغه پر یوه بل فرمان د بنګو بوټي کرکیله ناقانونه اعلان شوه.  

Trending

Exit mobile version