تازه خبرونه

د اسلامي امارت پلاوي د ناروې د اووه خیریه موسسو له استازیو سره وکتل

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۷, ۱۴۰۰

د اوسلو غونډې په څنډه کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي امیرخان متقي په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د ناروې د اووه خیریه موسسو له چارواکو سره د افغانستان د بشري وضعیت په اړه وکتل.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ټویټ کړی، چې دغه ناسته نن چارشنبه د سلواغې ۶ ترسره شوې شوې ده.

له امیرخان متقي سره په لیدنه کې دغو بنسټونو د روغتیا، پوهنې، کرنې او مالدارۍ، ماین پاکۍ او نورو بشري مرستو په برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې، په دې کتنه کې مولوي متقي د افغانستان امنیتي وضعیت ښه یو فرصت وباله او د مرستو په رسولو او وېش کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اوسلو غونډه د یکشنبې پر ورځ د سلواغې ۳ جوړه شوې وه او د سې شنبې پر ورځ د سلواغې پر ۵ پای ته ورسیده.

اوړمه ورځ د مدني ټولنو استازیو هم له اسلامي امارت سره وکتل. پر دوه یمه ورځ د غربي هېوادونو استازیو د اسلامي امارت له پلاوي سره وکتل.

همدا راز تېره ورځ هم د اسلامي امارت د رهبرۍ پلاوي او د غربي هېوادونو او نړیوالو موسسو د استازیو ترمنځ دوه اړخیزې ناستې ترسره شوې.

Trending

Exit mobile version