تازه خبرونه
د اسلامي امارت چارواکو په افغان ټولنه کې د ژورنالیزم اړتیاوې پر ګوته کړې
د دوشنبې پر ورځ(د تلې لومړۍ) د «رښتینی ژورنالېزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه» په تر سرلیک لاندې غونډه کې د چارو ادارې رییس نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت پر رښتینې ژورنالیزم باور لري او د خبریالانو د ارزښت او حیثیت پر ساتلو ټینګار کوي.
د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو په هېواد کې د عامه پوهاوي، یووالي او اخلاقي ودې لپاره د ژورنالیزم په اړین رول ټینګار کړی دی.
د دوشنبې پر ورځ(د تلې لومړۍ) د «رښتینی ژورنالېزم، باخبره ولس او سالمه ټولنه» په تر سرلیک لاندې غونډه کې د چارو ادارې رییس نورالحق انور ویلي، چې اسلامي امارت پر رښتینې ژورنالیزم باور لري او د خبریالانو د ارزښت او حیثیت پر ساتلو ټینګار کوي.
هغه زیاته کړې: “دښمن د ناسمو اوازو او ناسمو تبلیغاتو خپرولو لپاره له ټولو لارو چارو کار اخلي؛ خو اسلامي امارت پر بشپړ ډاډ د خبریالانو حیثیت ساتلی او تعاملات د اصولو پر بنسټ ترسره کیږي.”
نوموړي زیاته کړې؛ د تېرو حکومتونو پر پرتله، چې د خبریالانو حیثیت ته یې پاملرنه نهکوله؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ژورنالیزم ارزښت وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ که ژورنالیزم او رسنۍ پیاوړې شي؛ نو نه یوازې د ظلم په مخنیوي، یووالي ساتلو او مینې خپرولو کې به مثبت اغېز ولري، بلکې حقایق به هم سم خپاره شي.
هغه وایي، چې اسلامي امارت پر زغرده د خبریال حیثیت ساتلی او د تعامل پر بنسټ روان دی.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د څار او نشراتو ریيس صفیالله زائد ويلي، چې ژورنالیزم یوازې د خبر خپرولو نوم ندی، بلکې د «حقایقو وړاندې کولو، ملي یووالي او سالمې ټولنې» د جوړښت یوه اړینه وسیله هم ده.
صفی الله زائد وایي: « ژورنالیزم د ملي یووالي نوم دی؛ هغه رسنۍ، چې رښتیني، کره او بېطرفه معلومات وړاندې کوي ځانګړی ارزښت لري او ټولنه یې درناوی کوي.»
نوموړي زیاته کړې؛ ژورنالیزم د حقایقو خپرولو رسالت لري او ملي ګټو ته ژمنتیا او ټولنیز ثبات له ژورنالیستانو څخه د صداقت غوښتنه کوي.
د رسنیو د څار او نشراتو ریيس د رښتیني ژورنالیزم پالنه د ټولو ګډ مسوولیت بولي او زیاتوي؛ رسنۍ هغه وخت د خلکو باور ترلاسه کولی شي، چې د ورورولۍ فضا رامنځته، سرچینې روښانه او د پرمختګ اړوند خبرونو ته لومړیتوب ورکړ شي.
همدارنګه دې غونډې ته د افغانستان بانک د څارنې آمر لطف الله خیرخواه ویلي: په افغان ټولنه کې ژورنالیزم د عامه پوهاوي بنسټ دی او د اسلام په پېنځه مقاصدو کې ژورنالیزم خورا اړین رول لري.
نوموړي زیاته کړې؛ ځمکه او ملکیت زمونږ خپل حق دی؛ پر ځمکه د اوسیدونکو خلکو ذهنیت هم چاته نهپریږدو.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال، عتیق الله عزیزي ويلې، چې خبریالانو د هېواد په تېرو طبیعي ناورینونو او د کډوالو د راستنېدو په پروسو کې د پام وړ ونډه اخيستې او اغېز ناک رول يې لوبولی دی.
نوموړي زیاته کړې؛ افغانستان د بېلابېلو قومونو ګډ کور دی؛ باید د هغوی عنعناتو، کلتورونو او حساسیتونو ته متوجه شئ. ژورنالېزم یوه سپېڅلې برخه ده؛ خو که د معنویاتو توهین په کې وشي، بیا په ټولنه کې خپل اعتبار له لاسه ورکوي.
ویل کیږي، چې دې کنفرانس حکومتي چارواکي او د رسنیو استازي سره راټول کړل، چې د اصولي راپور ورکولو ارزښت او په افغان ټولنه کې د مطبوعاتو د آزادۍ لپاره د روانو ننګونو په وخت کې د هغې د ځای په اړه بحث وکړي.