سوداگري
د اسلامي امارت کابینې د راتلونکي مالي کال بودجه تصویب کړه
د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې څرګنده کړی؛ تېره ورځ د اسلامي امارت کابینې د نوي ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د بودجې طرحه، چې د روانې میاشتې په لومړیو کې ورلېږل شوې وه، تصویب کړه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تصویب شوې بودجه مالیې وزارت ته استول شوې ده.
د سې شنبې پر ورځ دغه بدیجه منظور او تصویب شوې، چې د رییس الوزرا مرستيال هم په دې ناسته کې ګډون كړی و.
اسلامي امارت تر اوسه وروستۍ بودجه په ډاګه کړې نده؛ خو د مالیې وزارت وايي، د نوي مالي کال لپاره یې پراختیایي بودیجه ځانګړې کړې ده.
د اسلامي امارت د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل وایي: د وزارت د مشرتابه له تصویب وروسته به یې (پیسې) له رسنیو سره شریکې شي.
د تېر کال بودجه ۲۳۱ میلیارد افغانۍ وه، چې ۲۰۳ میلیارد افغانۍ عادي لګښت او ۲۷.۹ میلیارد یې پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې وه.
سوداگري
د تېر کال په مې مياشت کې د صادراتو ټوليز ارزښت له ١٤٠ میليونو ډالرو ډېر و
د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د کب په میاشت کې د هېواد د صادراتو او وارداتو اړوند شمېر راټول او څېړلي، چې ټولیز ارزښت یې ۱۴۱ اعشاریه ۱ او د وارداتو هغه ۷۸۹ اعشاریه ۶ میلیون ډالرو ته رسیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د صادراتو ټولیز ارزښت په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې ۱۷۴ میلیون ډالر و. د ارقامو شننه ښیي، چې د ۱۴۰۱ کال د کب پر پرتله په ۱۴۰۲ کال کې د صادراتو کچه له ۳۲ اعشاریه ۹ میلیون ډالرو ډېره وه.
دغه راز د هېواد د وارداتو ټولیز ارزښت د ۱۴۰۱ کال په کب میاشت کې ۶۹۰ اعشاریه ۴ میلیون ډالرو ته رسېدلی و، چې د ۱۴۰۲ کال په همدې میاشت کې ۹۹ میلیون ډالره ډېر شوی دی.
اړوند شمېر ښيي، چې د ۱۴۰۲ کال په کب میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او په ۱۴۰۱ کال کې پاکستان، هند او چین هېوادونو ته تر سره شوي وه.
سوداگري
د آنلاین صرافیو هڅې بندې شوې
د افغانستان بانک څرګنده کړې، چې د انلاین صرافیو فعالیتونه منع دي او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ کوم چا یا شرکت ته تر دې دمه د انلاین صرافۍ د چلولو جواز ندی ورکړ شوی؛ ځکه دا ډول فعالیتونه غیر قانوني دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان بانک له ګرانو هېوادوالو غوښتنه کوي، چې د دې راکړې ورکړې د خطرونو، زیانونو او وروستیو مسوولیتونو له کبله د انلاین صرافۍ له معاملاتو ډډه وکړي.
د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه موضوع يې امنيتي او کشفي ارګانونو ته رسولې او له سرغړوونکیو سره به قانوني چلند وشي.
سوداگري
د صادراتو د پراختیا لپاره د بدیلو لارو په اړه لومړنۍ غونډه ترسره شوه
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت څرګنده کړې، چې د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې له مخې د هېواد د سوداګرۍ او صادارتو د پراختیا لپاره د نويو لارو د پیداکولو لپاره د تعرفي کمیټي لومړنۍ ناسته تر سره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ په جوړه شوې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د خصوصي سکتورغړي به خپل استازي تعرفي کمیټې ته وروپېژني، چې له نويو مسیرونو څخه د استفادې لړۍ پراخه شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دا اقدام په دې معنا ندی، چې پخواني سوداګریز بندرونه دې بندکړې؛ خو د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره اړینه ده، چې نوي اقتصادي مسیرونه پراخ کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وایي: د اقتصادي کمیسیون د پرېکړې پر بنسټ د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر مشرۍ د تعرفې کمیسیون د هېواد د صنعت او سوداګرۍ د رونق لپاره د نوي مسیرونو پر رامنځته کولو غونډه وکړه او هڅه کیږي، چې د هېواد د اقتصادي پراختیا لپاره نوي مسیرونه هم پرانستل شي.
د خصوصي سکتورغړي هم وايي، چې افغان صادروونکي اوس هم د صادراتو او ټرانزیټ په برخو کې وخت ناوخت له ستونزو سره مخ کیږي؛ نو له همدې کبله دا مهمه ده، چې د هېواد د صادراتو او ټرانزیټ د پراختیا لپاره باید پر نويو لارو تمرکز ډېر شي، چې د افغان سوداګر نړیواله سوداګري په منظم ډول تر سره کړي.
د صنایعو او کانونو خونې غړی عبدالنصیر رشتیا وایي: زمونږ ټرانزیټ او صادارت کله نا کله په ځینو پخوانیو مسیرونو کې له ستونزو سره مخ کیږي، چې دا زمونږ د نړیوالۍ سوداګرۍ پر ضرر ده. د نويو مسیرونو له جوړېدو سره به مو د هېواد ستونزې اوارې شي.
د اقتصادي چارو ځیني کار پوهان پدې باور دي، چې د نويو مسیرونو له رامنځته کېدو سره به د هېواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالي راشي او له نويو مسیرونو څخه به د افغان سوداګرو حضور په نړیوالو مارکیټونو کې نور هم پراخ شي.
د اقتصادي چارو شنونکی شبیر احمد بشیري وایي: په روانو شرایطو کې افغانستان ته مهمه ده، چې د خپلو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره د صادراتو او ټرازیټ مسیرونه پرانیزي؛ ځکه خصوصي سکټور په پخوانیو مسیرونو کې ستونزې لري.
د ایران د ګمرکونو یو مسوول په دې وروستیو کې ویلي، چې تېر لمریز کال افغانستان ته د ډول- ډول مالونو د ټرانزیت کچه درې برابره زیاته وه.
د ایران د جنوبي خرآسان د ګمرکونو عمومي مشر محمد کوهګر څرګنده کړې، چې له دې سیمې څخه افغانستان ته د مالونو لېږد درې چنده شوی دی.
د محمد کوهګر د څرګندونو له مخې؛ تېرکال د مهیرود ګمرک له لارې ۱۹ زره ۹۳۶ لارۍ باروړونکي توکو افغانستان ته لېږدول شوي دي.
-
لوبی2 days ago
د افغانستان اتلانو ليګ د درېيم پړاو سیالیو پچهاچونه پای ته ورسېده
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days ago
اپل شرکت د نړۍ د تر ټولو د لوی ګرځند پلورونکي دریځ له لاسه ورکړ
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر ایران به د اسرائیلو برید له سخت ځواب سره مخ شي
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ایران پر اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو غچ اخیستونکی برید ترسره کړ
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ ز. کال ځانمرګی بریدګر عبدالرحمن لوګری و- امریکا
-
نړۍ3 days ago
امریکا به پر ایران د اسرائیلو په ځوابي برید کې برخه وانخلي
-
تازه خبرونه2 days ago
ازبکستان، سعودي عربستان او قطر پر افغانستان او افغان – ټرانس پټلۍ خبرې وکړې
-
نړۍ22 hours ago
امريکا او متحدین یې پر ايران د نورو بنديزونو لګولو هڅې کوي