تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې، مصر، روسیې او د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې د کابل او اسلامآباد له هوکړې هرکلی څرګند کړ
ویل کیږي، چې اسلامي امارت او د پاکستان پوځي رژیم دې د شخړو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو حل لارو او رغنده خبرو اترو او په سیمه کې پر ټولو سولهییزو هڅو او نوښتونو راوڅرخیږي.
د اسلامي همکاریو ټولنې، مصر، روسیې او د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې د پاکستان او افغانستان د پوځي رژیم ترمنځ د اوربند وروستۍ هوکړه ستایلې او دا یې د سیمهییزې سولې او ثبات پر لور یو اړین ګام بللی دی.
د اسلامي همکاریو ټولنې عمومي منشي د دې هوکړې، چې د ۲۰۲۵تلې پر اووهویشتمه / د اوکټوبر پر نولسمه اعلان شوې؛ مبارکي ورکړه او هیله من شوی؛ دا هوکړه به همغږي بېرته راولي، متقابل باور به پیاوړی کړي، د ګاونډیتوب همکاريو ته به وده ورکړي او په ټوله سیمه کې به سوله ټینګه کړي.
د اسلامي همکاریو ټولنې د دې هوکړې د آسانولو لپاره د ترکیې منځګړیتوب ستایلی دی.
دغه راز مصر هم په یوه خبرپاڼه کې د اوربند له هوکړې خپل ملاتړ څرګند کړی او د دوی ترمنځ یې د تلپاتې سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره د میکانیزمونو د جوړولو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د مصر بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي؛ دا هوکړه کولی شي د تاوتریخوالي پای ته رسولو، د نورو وینو تویولو مخنیوي او په سیمه کې د اوږدمهاله امنیت او ثبات لپاره مرسته وکړي.
همدارنګه د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ترمنځ د دوه اړخیز اوربند په اړه له هوکړې هرکلی کړی دی.
زخارووا د دې وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو چارو پر بنسټ د خبرو اترو او شخړو حل کولو لپاره د افغانستان او د پاکستان د پوځي رژیم ژمنتیا د سولې د ساتلو بنسټ او د سیمهییز امنیت د ډاډمنولو لپاره یو اړین ګام دی.
دې ډیپلوماټې له کابل او اسلامآباد غوښتي، چې خپلې همکارۍ زیاتې کړي.
د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې هم د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.
د دې ټولنې په خپره شوې خبرپانه کې د اسلامي هېوادونو د پیوستون ټولنې عمومي منشي ډاکټر محمد بن عبدالکریم العیسی دا ګام مثبت او اړین وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو له لارې د سولې او ثبات لپاره د دوامداره میکانیزم د رامنځته کولو لپاره یې له هوکړې ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړې؛ دا هوکړه کولی شي خلک د وسلوالې شخړې له خطرونو او دردناکو پایلو څخه وژغوري.
ویل کیږي، چې اسلامي امارت او د پاکستان پوځي رژیم دې د شخړو د حل لپاره پر ډیپلوماټیکو حل لارو او رغنده خبرو اترو او په سیمه کې پر ټولو سولهییزو هڅو او نوښتونو راوڅرخیږي.