Connect with us

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله کابل ته راځي

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

خپور شوی

د

د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو ډیپلوماټانو د دې ټولنې د وزیرانو تماس ډلې کابل ته له سفر مخکې لومړنۍ مشورې ترسره کړې دي.

د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سې‌شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.

د ناستې په بهیر کې ګډونوالو د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د سیاست پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د سفر اغېزمنتوب او عملي پایلې پرې ډاډمنې شي.

دوی دا ټینګار هم کړی، چې اجنډا باید مهم سیاسي، بشري او اقتصادي مسایل راونغاړي.

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله په استانبول کې د ۲۰۲۵ز. کال د جون پرمهال د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په یوپنځوسمه غونډه کې د تصویب شوي پرېکړه‌لیک پر بنسټ جوړه شوه.

د دې ډلې هدف د غړو هېوادونو د هڅو همغږي کول، همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان په اړوند مسلو کې دوامداره ښکېلتیا او د سیاسي خبرو اترو، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ډاډمنول دي.

تازه خبرونه

د بدخشان پامیریانو د ماشومانو لپاره د معیاري لیسې او لیلیې غوښتنه وکړه

هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپې‌تېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.

Published

on

د بدخشان ولایت د پامیر اوسېدونکو له حکومت غوښتي، چې د دې سیمې د ماشومانو د غوره زده‌کړو لپاره دې د لیلیې له آسانتیاوو سره یوه معیاري لیسه جوړه شي.

هغو ويلي؛ سره له دې، چې په وروستیو کلونو کې د پامیر سیمو ته ډېره پاملرنه شوې او یو شمېر پراختیايي پروژې پلې شوې دي؛ خو د شپې‌تېرولو له آسانتیاوو سره د یوه سمبال ښوونیز مرکز نشتوالی د خلکو یوه بنسټیزه ستونزه ده.

د پامیر یو شمېر اوسېدونکي وايي، د استوګنې سیمو او ښوونځیو ترمنځ اوږده واټنونه، د تګ راتګ د لارو ستونزې او د جهیلونو د اوبو لوړېدل د دې لامل شوي، چې ډېر ماشومان په منظم ډول زده‌کړو ته لاسرسی ونه‌لري.

د پامیر د وړې وخچیر درې یوه اوسېدونکي ویلي، چې د ځینو شوراګانو او استوګنیزو سیمو ترمنځ واټن شاوخوا څلور ساعته د آس مزل دی، چې د زده‌کوونکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.

د دې سیمې ۱۲ کلن ماشوم خالد ويلي: هیله لري، چې ښوونځي ته ولاړ شي؛ خو د لارو د لرېوالي له کبله نه‌شي کولی خپلې زده‌کړې روانې وساتي.

دغه راز د پامیر قومي مشران وايي، چې اوس‌مهال په وړوکي‌پامیر کې اته شوراګانې شته او درې منځني ښوونځي هم د ښوونیزو امکاناتو او ښوونکو له کمښت سره مخ دي.

د پامیر ولسوال عبدالحق د لیلیې له آسانتیاوو سره د یوې سمبالې لیسې جوړول د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو له بنسټیزو غوښتنو وبلل او څرګندوي، چې دا موضوع یې د بدخشان له پوهنې ریاست سره هم شریکه کړې ده.

د پامیر اوسېدونکو هیله ښودلې، چې د زده‌کړو د ستونزو د هواري او ماشومانو ته د برابر فرصت د برابرولو لپاره به یې غوښتنه پلې شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ویزو نه غځېدا په پاکستان کې د افغان زده‌کړیالانو لویه ستونزه ده – عبدالجبار تخاری

تخاري ویلي، چې دې چارې د زده‌کړیالانو اندېښنې زیاتې کړي او هغوی د ویزو د ورکړې او غځولو د بهیر د بیا پیل پر تمه دي.

Published

on

په کراچۍ کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري ويلي: هغه افغان زده‌کړیالان، چې د پاکستان د سند ایالت په پوهنتونونو کې زده‌کړې کوي؛ تر اوسه له جدي ستونزو سره نهدي مخ شوي، خو د دوی د ویزو له پای ته رسېدا سره د نوو ویزو د ورکړې بهیر درېدلی دی.

تخاري ویلي، چې دې چارې د زده‌کړیالانو اندېښنې زیاتې کړي او هغوی د ویزو د ورکړې او غځولو د بهیر د بیا پیل پر تمه دي.

هغه زیاته کړې؛ د پاکستان په ځینو نورو ایالتونو کې یو شمېر افغان محصلان له ستونزو، په ځانګړي ډول له جبري ایستلو سره مخ دي؛ هغه ستونزه، چې د دوی د زده‌کړو دوام یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابلډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.

د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117