تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله کابل ته راځي
د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.
د اسلامي همکاریو ټولنې غړیو هېوادونو ډیپلوماټانو د دې ټولنې د وزیرانو تماس ډلې کابل ته له سفر مخکې لومړنۍ مشورې ترسره کړې دي.
د قزاقستان دلووي ورځپاڼې د سېشنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې دا مشورتي ناسته پر همغږۍ او په تخنیکي کچه د اجنډا پر وروستي کولو راڅرخېدلې ده.
د ناستې په بهیر کې ګډونوالو د غړیو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د سیاست پر اړتیا ټینګار وکړ، چې د سفر اغېزمنتوب او عملي پایلې پرې ډاډمنې شي.
دوی دا ټینګار هم کړی، چې اجنډا باید مهم سیاسي، بشري او اقتصادي مسایل راونغاړي.
د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو ټولنې د وزیرانو تماس ډله په استانبول کې د ۲۰۲۵ز. کال د جون پرمهال د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا په یوپنځوسمه غونډه کې د تصویب شوي پرېکړهلیک پر بنسټ جوړه شوه.
د دې ډلې هدف د غړو هېوادونو د هڅو همغږي کول، همکارۍ ته وده ورکول، د افغانستان په اړوند مسلو کې دوامداره ښکېلتیا او د سیاسي خبرو اترو، بشري مرستو او اقتصادي ملاتړ ډاډمنول دي.