تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې ځانګړي استازي د افغانستان په اړه له قطري چارواکي سره وکتل

دا غونډه د روان کال د غبرګولي پر دېرشمه او د چنګاښ پر لومړۍ د قطر حکومت پر کوربتوب ترسره شوې ده. د غونډې په بهیر کې دواړو خواوو د افغانستان د وروستیو سیاسي، بشري او امنیتي بدلونونو په اړه اندونه تبادله کړل.

Published

on

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې (OIC) د عمومي منشي ځانګړي استازي طارق علي بخیت د سې‌شنبې پر ورځ په دوحه کې د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د افغانستان د کاري ډلو د غونډو په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب سره ولیدل.

دا غونډه د روان کال د غبرګولي پر دېرشمه او د چنګاښ پر لومړۍ د قطر حکومت پر کوربتوب ترسره شوې ده. د غونډې په بهیر کې دواړو خواوو د افغانستان د وروستیو سیاسي، بشري او امنیتي بدلونونو په اړه اندونه تبادله کړل.

د ناستې په بهیر کې طارق علي بخیت د افغانستان د سولې، خبرو اترو او ثبات د پیاوړتیا لپاره د قطر حکومت له دوامداره او ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه وکړه. هغه د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو ټولنې د روانو فعالیتونو په اړه یو جامع راپور هم وړاندې کړ، چې په کابل کې د دې ټولنې د دفتر له لارې پلي کیږي.

هغه ټینګار کړی، چې دا هڅې د اسلامي همکاریو ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د نیول شویو پرېکړو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

دا غونډه د سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي نښه ګڼل کیږي، چې د افغانستان پېچلو ننګونو ته لاسرسی رامنځته او د هېواد د اوږدمهاله بیارغونې او هوساینې لپاره پراخه حل لارې هم کېدی شي.

Trending

Exit mobile version